لوبې

رحمن الله ګربز په لنکا لیګ کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته روان شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه ویکټ ساتونکی توپ وهونکی د لنکا لیګ کې د ګډون په مخه دغه هېواد ته روان شو، چې سبا ورځ به د دغه لیګ درېیم پړاو پیل شي.

لنکا پریمیر لیګ (ایل پي ایل)

ټاکل شوې ده چې د لنکا پریمیر لیګ (ایل پي ایل) دریم پړاو سیالۍ د راتلونکي دسمبر په ۶مه نېټه د څلور افغان په شتون کې په همبانټوټا کې پیل کیږي، چې لومړۍ لوبه به د دفاعي اتلې لوبډلې جافنا کینګز او ګال ګلیډیټرز لوبډلې ترمنځ ترسره شيٍ. د دغه لیګ د ۲۰۲۲ کال سیالیو کې نجیب الله ځدراڼ له کولمبو سټارز، نور احمد لکڼوال له ګال ګلیډیټرز او رحمن الله ګربز او وقار سلام خېل له جافنا کینګز لوبډلو سره لوبېږي او په دغه سیالیو کې به برخه واخلي

نور یی ولوله | حده عربي اماراتو کې له مېشتو افغانانو سره د ا.ا د جګپوړي پلاوي لیده کاته

نور یی ولوله | هرات کې د معیاري شپني بازار پرانیستل شو

د ټورنمنټ لومړی پړاو

د دغه ټورنمنټ لومړی پړاو کې به ټولې ۲۰ لوبې ترسره شي، چې دا ټولې لوبې به په همبانټوټا کې ترسره کیږي او له هغې وروسته به پاتې لوبې په کینډي او کولمبو ترسره شي.

د کوالیفایر لومړۍ لوبه او ایلیمینټري لوبه به د دسمبر په ۲۱مه ترسره شي او د کوالیفایر دویمه لوبه به په بله ورځ ترسره شي، ځکه چې د ناک اوټ پړاو کې د لوبډلو او لوبغاړو لپاره وقفه په نظر کې نه ده نېول شوې او پایلوبه به د دسمبر په ۲۳مه نیټه په کولمبو کې ترسره شي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button