نړیوال خبرونه

هرات کې د معیاري شپني بازار پرانیستل شو

د هرات ښار د لیلام بازار

په هرات ښار کې د لیلامیو واټ اړوند بازار چې له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه ده، له بیارغاونې وروسته د شپې په بازار بدل شوی دی. د هرات ښاروالۍ د مسوولانو په وینا د دغه بازار په جوړولو کې ټول معیارونه په پام کې نیول شوي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی

دغه بازار ته د هرات له بېلابېلو برخو په زرګونو تنه راتلل. د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رییس محمد جاوېد مایار وویل:«نه یوازې دا چې د کرېړ برخه یې شوې، بلکې د دې ډيزاین، کثافات دانۍ، تم ځایونه مثلاً هغه کسان چې ستومانه کېږي کولای شي خپله دمه وکړي خپله ستوماني وباسي. د هرات ښاروالۍ مسوولین وایي دا بازار د ۳۰ مېلیون افغانیو په لګښت په معیاري توګه جوړ شوی دی

نور یی ولوله |  ژمي کې د هېواد هیواد د اقتصاد خرابیدل د ناوړه کېدو په اړه خبرداری

نور یی ولوله | کابل کې د پاکستان پر سفارت برید اسلام‌اباد د پېښې د څېړنې غوښتنه کړې

قراردادي شرکت

د قراردادي شرکت مسوول صبغت الله عبیدي وايي:«په دې واټ له ۳۰ مېلیونو څخه زیات لګول شوي او ان شاالله چې په معیاري او سټنډرډ جوړ شوی دی. په دغه شپني بازار کې ۵۰۰ غرفې ځای پر ځای شوې دي. ځیني پلورونکي په دغه بازار کې د آسانتیاوو له رامنځته کېدو خوښ دي. خو یو شمېر نور بیا د ښاروالۍ له لوري د دې غرفو د کرایو د کمېدو غوښتنه لري. 

پلورونکی امین الله محمدي

پلورونکی امین الله محمدي وايي:«موږ ښه والی نه دی لیدی، موږ سوکالي نه ده لیدلې، اوس سوکاله او راحته یوو. په خپلو غرفو کې راحت یوو، زموږ لپاره د هټۍ په څېر دی که چېرې موږ ښه پانګونه وکړو زموږ عاید هم زیاتېږي. بل پلورونکی محمد داوود محمدي څرګندوي:«د پېرودونکو او زموږ لپاره هم ښې اسانتیاوې رامنځته شوي دا چې د باران او واورې اورښت کېده موږ په ستونزو کې وو، د هټۍ په څېر دی، دا غرفې ښې دي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button