Uncategorized

روان کال که د آی پي اېل سیالۍ ونشي ډېروهېوادونو ته به ېې مالي زیان ورسيږي

د ای پي اېل کرکټ سیالۍ که  ترسره نشي، نو د افغانستان په ګډون یې ځینو هېوادونو ته ۲۴۸ اعشاریه ۸۵ کروړه هندي کالدارې زیان رسېږي دا منو چې کرکټ یو زړه پورې ورزش یا لوبه ده، خو د سوداګرۍ یو اړخ هم دی، په ټولو لوبو کې پېسې په لګښت رسېږي، خو په سوداګریزو لوبو کې بیا د دغو پېسو لګښت تر نورو لوبو ځکه زیات وي، چې دا لوبې د سوداګرۍ په موخه وي، لوبغاړي پکې اخیستل کېږي، هوټلونه، موټرې، لوبډلې او ان لوبغالي پکې بیمه او سپانسر کېږي.

خو د سوداګریزو لوبو په منځ کې د هندوستان سوداګریزې کرکټ لوبې یو له غني یا بډایه سیالیو څخه دي؛ چې ډېرې زیاتې پېسې پکې په مصرف رسېږي. د دغه لیګ لپاره د ځېنو هېوادونو لوبغاړي لوبېدلي او سږ کال هم د درې افغان لوبغاړو په شتون کې د نورو هېوادونو لسګونه لوبغاړي اخېستل شوي دي.

که سږ کال د آې پي ایل سیالۍ لغوه شي؛ نو هر هغه هېواد ته یې مالي ضربه رسېږي، چې لوبغاړي یې په دغو لوبو کې اخېستل شوي دي.

که د آې پي ایل کرکټ سیالۍ سږ کال ترسره نشي؛ نو افغان لوبغاړو ته یې ۱۴ کروړه مالي تاوان ورسېږي. راشدخان په ۹ کروړه، مجیب الرحمن په ۴ کروړه او محمدنبي په یو کروړ روپیو د حېدراباد او پنجاب لوبډلې پېرلي دي. اسټرالیا ته یې په اوسط ډول ۸۶ اعشاریه ۷۵ کروړه هندي کالدارې تاوان رسېږي.

ویسټ انډیز ته یې مالي زیان

د ویسټ انډیز لوبغاړي د شل اوریزو لوبو لپاره لکه د افغان لوبغاړو په څېر وړ او جوړ لوبغاړي دي، که لیګ ترسره نشي دې هېواد لوبغاړو ته یې ۵۷ کروړه هندي کلدارې زیان رسېږي.

دا هم ولولئ:  امریکا کې نن سې شنبه د ولسمشر د ټاکلو په موخه رایه اچونه کېږي

انګلستان ته یې ۴۳ اعشاریه ۸۰ کروړه، سویلي افریقا ته یې ۳۴ اعشاریه ۶۰ کروړه، نیوزیلېنډ ته یې ۹ اعشاریه ۸ کروړه، سریلانکا ته یې ۲ اعشاریه ۷۰ کروړه او نېپال ته یې ۲۰ لکه هندي کالدارې تاوان ورسېږي.

رحیم سادات

رحیم سادات یو د کلتور او سپورټس کالم‌نویس دی چې د افغان میراث، دودیزو هنرونو او ملي ورزشي پیښو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د افغانستان د کلتوري ویاړ، ورزشي لاسته‌راوړنو او ملي یووالي څرګندونه کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button