روزا اوتنبایوا: “د افغانستان په اړه په دوحه کې دریمې ناستې ته چمتو یو”
په افغانستان کې د یوناما مشره وايي، په دوحه کې د افغانستان په اړه دریمې ناستې ته چمتوالی لرو
په افغانستان کې د م.م د ماموریت مشره روزا اوتنبایوا وايي، دوی په دوحه کې د افغانستان په اړه دریمې ناستې ته چمتوالی لري او هیله یې ښودلې چې په دې ناسته کې به طالبان هم ګډون وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مشرې د افغانستان په اړه په دوحه کې د درېیمې غونډې د ترسره کولو لپاره چمتووالی اعلان کړ.
روزا اوتنبایوا ویلي؛ هیله لري چې د طالبانو پلاوی او نورې ښکېلې ډلې به په دې غونډه کې ګډون وکړي؛ خو نور وضاحت یې ور نه کړ.
ملګري ملتونه د پایلې په تمه دي
د یوناما مشرې د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یوه راپور کې ویلي، چې په دوحه کې راتلونکې غونډه باید عملي اجنډا ولري او خبرې اترې باید د هغو پایلو لامل شي، چې دغه سازمان یې په لټه کې دی.
خو ویل کیږي، چې دا ناسته به د دوحې د لومړۍ او دویمې ناستې برعکس په جلا کچه او شاید د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له شتون پرته ترسره شي.
نور ولولئ: له طالبانو د ولس عمومي کرکه ورځ تر بلې ډېرېږي
نور ولولئ: سیګار: طالبانو په ۲۰۲۳ کې سیاسي ګوندونه لغوه او ۱۶۰۰ بشري سرغړونې یې کړي
نور ولولئ: د افغان ښځو او نجونو د نیولو پر سر د طالبانو او یوناما ناندرۍ
د یوناما مشرې د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې افغانستان د نړۍوالې ټولنې پر وړاندې ننګونه او د بې ثباتۍ سرچینه وبلله او زیاته یې کړه، چې له دغه هېواد څخه د نړۍ نورو برخو ته ترهګري صادرېږي.
په افغانستان کې له ترهګرو ډلو ویره
مېرمن اوتونبیایوا دا هم وویل، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون د سیمې او بهر هېوادونو لپاره د اندېښنې لامل دی.
هغې زیاته کړه؛ دا اندېښنې یوازې په افغانستان کې د داعش د حضور په اړه نه دي؛ بلکې د اوتونبیایوا په وینا، په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان حضور د پاکستان لپاره یوه لویه اندېښنه ده، چې په تېرو میاشتو کې د ترهګرو بریدونو شاهد دی.
د یوناما مشرې په دې غونډه کې وویل، چې دغه سازمان به له طالبانو سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي.
هغه وویل، چې د بشري حقونو د مسالې او د سیاسي تصمیم نیولو په بهیر کې د خلکو د استازو د شتون په اړه له افغانانو سره سلا مشورو ته دوام ورکوي.
د یادونې وړ ده چې په دوحه کې د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د افغانستان په تړاو دویمه ناسته بې پایلې پای ته ورسېده.