سیمه ییز خبرونه

روسيه؛ طالبان به د مسکو فارمټ ناسته کې ګډون وکړي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر سره روسیې د دوی حکومت ته فارمټ ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې

روسیې افغانستان کې د طالبانو حکومت ته د «مسکو فارمټ» غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده. د افغانستان سرپرست حکومت ته تېر ځل یاده ناسته کې د ټول‌ګډونه حکومت نه رامنځته‌ کېدو له امله د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

د مسکو فارمټ تېر پړوا ناسته چې د تېر کال د نومبر په ۱۶مه جوړه شوې وه، افغانستان کې له روان وضعیت د اندېښنې ترڅنګ د غونډې ګډونوالو له دغه هېواد د ترهګریزو ګواښونو د احتمالي پېښېدو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې وې.

په رسمیت نه پېژندل؛ طالبانو ته بیا هم بلنه

پر دې ټولو سربېره که څه هم تراوسه افغانستان کې نړیوالو ته د منلو ټول‌ګډونه حکومت نه دی جوړ شوی او نه هم د مسکو فارمټ تېرې ناستې ګډونوالو اندېښنو ته ځواب ویل شوی، خو بیا هم یاده کېدونکې ناسته کې د سرپرست حکومت استازیو د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

نور ولولئ: متقي وايي د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره مو اړيکې رسمي بڼه لري

د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې د امیرخان متقي او د افغانستان لپاره د روسیې سفیر دیمتري ژیرنوف د لیدنې خبر ورکړی دی. د خبرپاڼې له مخې، د روسیې سفیر د یادې لیدنې پر مهال د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د مسکو فارمټ ناستې ته وربللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل ویلي: «متقي صیب د روسیې له بلنې مننه کړې او ټينګار یې کړی چې د مسکو فارمټ ناسته د سیمې همغږۍ لپاره مهم رول لري.»

د نظر خاوندان وايي، روسیه اندېښنې لري

د چارو  یو‌شمېر شنونکي بیا د مسکو فارمټ ته د سرپرست حکومت وربلل، له سرپرست حکومت سره د هغو اندېښنو شریکول بولي چې روسیې یې له افغانستان څخه لري. د دوی په وینا، روسیه غواړي سرپرست حکومت سره خپلې اندېښنې مخامخ شریکې کړي.

نور ولولئ: د روسیې بهرنیو چارو وزیر: روسیې د طالبانو د حکومت یو دپلومات ته باورلیک ورکړ

طالبان داسې مهال یادې غونډې ته وربلل کېږي چې لا یې هم په افغانستان کې ټول‌ګډونه حکومت نه دی جوړ او له همدې امله نړیوالو په رسمیت نه دي پېژندلي. پر دې سربېره پر طالبانو د بشري حقوقو نقض تورونه لګول شوي خو دوی بیا دا تورونه ردوي.

د شنونکو په باور روسیه په افغانستان کې له داعش ډلې ویره لري او په یاده ناسته کې ډېر احتمال پر همدې موضوع بحث کول دي. په دې تړاو به له طالبانو سره خپلې اندېښنې شریکې کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button