نړیوال خبرونه

روسیه: د افغانستان واقعیتونو ته په کتو پر طالبانو بندیزونه لرې کوو

مسکو وايي، د افغانستان واقعیتونو ته په کتو سره به ډېر ژر طالبانو د ترهګرو له نومړله لرې کړي

د روسیې او طالبانو تر منځ اړیکې له پخوا ښې وې. د افغانستان د اسلامي جمهوریت پر مهال چې کله یې طالبان پرضد جنګېدل، مسکو او قطر ورته لابي کوله، خو اوس تازه روسیه غواړي چې طالبان د ترهګرو له نوملړ لرې کړي.

تازه، د روسیې د دولتي خبري اژانس RIA ریانووستي  د راپور له مخې، د ولادیمیر پوتین په مشرۍ د روسیې حکومت به طالبان د منع شویو ترهګرو سازمانونو له لیست څخه وباسي.

قزاقستان هم طالبان د ترهګرو له لېسته ایستلو و

روسیې دا پرېکړه په جګړه ځپلي افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو درې کاله وروسته کړې ده.

د طالبانو تحریک له ۲۰۰۳ کال راهیسې په روسیه کې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د دوشنبې په ورځ وویل: «قزاقستان په دې وروستیو کې پریکړه کړې، موږ هم د تروریستي سازمانونو له لیست څخه د هغوی د ایستلو پرېکړه کوو.»

نور ولولئ: طالبان: “له مسکو سره ښې اړیکې لرو، چاته یې د خرابولو اجازه نه ورکوو”

نور ولولئ: مسکو طالبانو ته: “روسیه به د دوحې غونډه کې د طالبانو د ګډون شرطونه م.م ملتونو سره بحث کړي”

د ۲۰۲۳ کال په پای کې قزاقستان طالبان د منع شویو سازمانونو له نوملړ څخه وایستل.

په طالبانو باندې له نړیوالو بندیزونو سره سره، روسیې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړې دي. خو روسیې تراوسه د افغانستان د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

afghan (1)
روسیه: د افغانستان واقعیتونو ته په کتو پر طالبانو بندیزونه لرې کوو

په دې تړاو تر پوتینه رسېدلی راپور

تاس خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو په وزارت کې د اسیا د دوهمې برخې د مشر ضمیر کابلوف په حواله ویلي چې د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو ولسمشر پوتین ته د طالبانو د بندیزونو د لیرې کولو په اړه راپور وړاندې کړی دی.

د بندیزونو له لیسته د طالبانو ایستل به د روسیې او طالبانو ترمنځ اړیکې نورې هم نژدې او زیاتې کړي.

د ریانووستي اژانس پر اساس، لاروروف وویل چې دا پرېکړه په افغانستان کې د موجودو واقعیتونو پر اساس کوي.

ده زیاته کړه: «دوی حقیقي قدرت دي. موږ د افغانستان په وړاندې بې تفاوته نه یوو او تر هر څه مهم دا دي چې زموږ د منځنۍ اسیا متحدان یې په وړاندې بې تفاوته نه دي.»

په همدې حال کې مسکو د افغانستان طالبانو ته په خپل ستر کلني اقتصادي فورم کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

خو پر دې سربېره روسیه په افغانستان کې له طالبانو د ټولګډونه حکومت غوښتنه هم کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button