اقتصاد او سوداګريسیاست

روسیه: له ازبکستان سره یوځای په افغان ترانس پروژه کې برخه اخلو

روسیه او ازبکستان د افغان-ترانس ریللارې د جوړولو لپاره د امکان سنجونې په برخه کې ګډ کار کوي

د روسیې د صدراعظم مرستیال، دینیس مانتوروف، وايي چې روسیه او ازبکستان د افغان-ترانس ریللارې د جوړولو لپاره د امکان سنجونې په برخه کې ګډ کار کوي. دینیس مانتوروف وویل: «موږ د نړیوالو ترانسپورتي دهلیزونو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کوو.»

د روسیې دولتي خبري آژانس تاس د سې شنبې په ورځ، د لیندۍ ۲۰، راپور ورکړ چې دینیس مانتوروف د روسیې او ازبکستان د حکومتونو ترمنځ د همکارۍ د کمیسیون په پنځه ویشتمه ناسته کې وویل چې د افغان-ترانس ریل پټلۍ د جوړولو د تخنیکي او اقتصادي پلان د تیارولو لپاره ګډ کار روان دی.

د روسیې د صدراعظم مرستیال، الیکسي اورچوک

د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ په میاشت کې کابل ته په سفر کې د طالبانو چارواکو ته وویل چې مسکو غواړي د افغان-ترانس ریللارې پروژه کې ګډون وکړي. هغه زیاته کړه چې دا پروژه به په سیمه کې د منځنۍ آسیا او اوراسیا د اتصال په ښه کولو کې کلیدي رول ولوبوي.

نور ولولئ:  افغانستان ته د اوسپتنې پټلۍ له لارې ۷۱زره مټریک ټنه انتقالات

نور ولولئ: د افغان-ټرانس په اړه میرضیایف او پوتین له یوه او بل سره لیدلي دي

ښاغلي اورچوک په همدې وخت کې خبر ورکړ چې دا پروژه د روسیې د ترانسپورت وزارت او د منځنۍ آسیا د هېوادونو ترمنځ تر ارزونې لاندې ده.

روسیه هیله لري چې د دې پروژې په بشپړېدو سره افغانستان د اوراسیا هېوادونو او جنوبي سیمو ترمنځ په ترانسپورتي اړیکو کې مهم رول ولوبوي.

د افغان-ترانس ریللار د جوړولو طرحه

د ۲۰۱۸ کال په ترڅ کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ وړاندې شوه، چې د منځنۍ آسیا هېوادونه د پاکستان له بندرونو سره ونښلوي. د دې پروژې لګښت تر څلور نیم میلیارد ډالرو اټکل شوی او ۵۷۳ کیلومتره اوږدوالی لري.

دا ریل پټلۍ به د ازبکستان له ترمذ ښار څخه پیل شي، د مزارشریف او کابل له ښارونو څخه به تېرېږي، او د پاکستان پېښور ښار ته به ورسېږي.

د ازبکستان ولسمشر، شوکت میرضیایف، د ۱۴۰۲ کال د کب په میاشت کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه غوښتنه وکړه چې مسکو دې د افغان-ترانس ریل پټلۍ په پروژه کې برخه واخلي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button