نړیوال خبرونه

روسیې ویلي، امریکا د منځني ختیځ او اوکراین په شخړو کې مخامخ ونډه لري

د روسیې بهرنیو چارو وزیر ویلي چې امریکا د منځني ختیځ او اوکراین په بحران کې نېغ په نېغه لاس لري

روسیه داسې مهال دغه ادعا کوي چې امریکا د اسرائیلو له صهیونیستي رژیم مخامخ ملاتړ کوي او دغه رژیم په غزه تړانګه کې د بې ګناه ماشومانو او ښځو وینې تویوي.

په غزه کې د صهیونیستي رژیم د جنګي جنایتونو په اړه ملګرو ملتونو، ددغه سازمان امنیت شورا، بشر حقونو او هېوادونو سخت غبرګون ښوولی، خو له دغه غبرګونو سره، سره بیا هم نه دي توانېدلي چې په غزه کې د اسرائیلو د جنګي جنایتونو مخه ونیسي یا اوربند ته لار هواره کړي.

د منځني ختيځ او اوکراین مسئله کې د امریکا ښکېلتیا

د روسيې بهرنیو چارو وزیر ویلي چې امریکا اسراییل ته د ‌ډيپلوماتیک پوښښ په ورکولو او وسلو او مهماتو په لېږلو مخامخ په شخړه کې ښکېله شوې، هماغسې چې په خبره یې، د اوکرایین په تړاو یې کوي.

ټاس خبري اژانس راپور ورکړی چې د روسيې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف دا څرګندونې چهارشنبه د جولای پر ۱۷مه د فلسطین په ګډون د منځني ختیځ په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په جوړې شوې ناسته کې کړې دي.

نور ولولئ:  مسکو طالبانو ته: “روسیه به د دوحې غونډه کې د طالبانو د ګډون شرطونه م.م ملتونو سره بحث کړي”

نور ولولئ: طالبان: “له مسکو سره ښې اړیکې لرو، چاته یې د خرابولو اجازه نه ورکوو”

نور ولولئ: روسیه ملګرو ملتونو ته؛ موږ پر طالبانو لګول شوي بندیزونه لرې کوو

نوموړي زیاته کړې چې له دغه ملاتړ وروسته به وینه بهېدنه ودرېږي او په خبره یې، امریکا نه غواړي دا کار وکړي یا یې د کولو وس نه لري.

لاوروف ټينګار کړی چې له لویه سره په منځني ختیځ کې بې‌ساری اوسنی تاوتریخوالی په سیمه کې د امریکا د پېژندل شوې پالیسۍ پاېله ده.

afghan (94)
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لارووف

امریکا دغه هېوادونو ته وسلې لېږي

د یادونې ده چې امریکا د اسراییل او اوکرایین اصلي ملاتړې ده او وخت ناوخت دغو هېوادونو ته وسلې او پیسې لېږي.

سرګي لاوروف دا څرګندونې داسې مهال کړي چې پر غزې د اسراییل له یرغله څه باندې ۱۰ میاشتې اوړي.

د راپورونو په حواله، په دې موده کې لږ تر لږه ۳۸ زره فلسطینیان وژل شوي چې شاوخوا ۷۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.

په غزه او رفع لا هم د اسرائیلو د صهیونیستي رژیم هوايي او ځمکني بریدونه روان دي چې دغه اکثره بریدونه د عامو او بې ګناه وګړو پر کورونو او پټنځایونو دي.

له نړیوالو فشارونو سره، سره اسرائیلو پر دغه سیمو نظامي عملیات نه دي درولي.

د یادونې وړ ده چې ایران، روسیه، چین او ځینې نور هېوادونه په سیمه کې د امریکا او اسرائیلو مداخله نه مني او پر وړاندې یې ولاړ دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button