لوبې

روهیت شرما په نړیوالو شل اوریزه لوبو منفي ریکارډ جوړ کړ

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر روهیت شرما په نړیوالو شل اوریزه لوبو کې ستر منفي ریکارډ ثبت کړ؛ هغه په نړیوالو شل اوریزه لوبو کې ډېر ځلې په صفر سوځېدلی دی.

د هند لوبډلمشر

د هند لوبډلمشر روهیت شرما تېره ورځ د سویلي افریقا پر وړاندې په دریمه شل اوریزه لوبه کې په دویم توپ پرته له دې چې کومه منډه جوړه کړي، په صفر وسوځېده او دا لسم ځل و چې هغه په نړیوالو شل اوریزه لوبو په صفر سوځي. دا د هندي لوبغاړو له منځه تر ټولو زیات په صفر سوځېدنه ده، یعنې نوموړی تر بل هر هندي لوبغاړي زیات په صفر سوځېدلی، چې په دې کې څلور ځلې روان کال په صفر اوټ شوی دی.

نور یی ولوله | هغه پنځه لوبغاړي چې ښایي له شل اوریز نړیوال جام وروسته تقاعد واخلي

نور یی ولوله | سعید اجمل: پاکستان دې د ډارنو لوبغاړو پرځای چاغ لوبغاړي ولوبوي

روهېت شرما

له روهیت شرما وروسته په دې نوملړ کې لوکېش راهول او ویرات کوهلي هم شامل دي. همدغه راز روهیت شرما لومړنی کرکټر دی، چې په لومړنیو یعنې تر لسو په کمو منډو ډېر سوځېدلی دی نوموړی هر وخت ښه توپ وهنه کړې ده او کولی شي چې د خپل هېواد لپاره یو څه وکړي..

روهیت ۴۳ ځله په نړیوالو شل اوریزه لوبو کې تر لسو پورې هم منډې نه دي رسولي او په دې ریکارډ کې هغه د ایرلېنډ لوبغاړی کیون اوبراین شاته پرېښوده.که څه هم هغه ښه لوبه کوي خو بیا هم ځینې مواردو کې راګېر شوی دی.بلخوا بیا کله نا کله ېې رېکارډونه هم جوړ کړي دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button