افغانستاننړۍ

رویټرز: ټرمپ د افغانستان لپاره د امریکا مرستو پای ته رسولو په حال کې دی

اړوند خبرونه: 

افغانستان کې ناچاودو توکو تېر کال ۷۰۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل کې د روسیې سفارت ته څېرمه ځانمرګي برید له پراخو غبرګونونه مخ شو

د رویټرز خبري آژانس د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې د بشري چارو د پخواني دفتر رئیس او ۹ نورو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ حکومت د افغانستان او یمن لپاره د امریکا مرستو پای ته رسولو په حال کې دی.

د «د مرستو لپاره یو بل سره درېدل» په نوم د یوې ولسي ملاتړ ډلې له خوا وړاندې شوي ارقامو پر بنسټ د مرستو ټولیز کمښت له ۱.۳ میلیارد ډالرو څخه زیات دی، چې په دې کې د افغانستان لپاره ۵۶۲ میلیون ډالر، ۱۰۷ میلیون ډالر د یمن لپاره، ۱۷۰ میلیون ډالر د سومالیا لپاره، ۲۳۷ میلیون ډالر د سوریې او ۱۲ میلیون ډالر د غزې لپاره شامل دي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د نړیوال خوراکي پروګرام رئیسې سینډي مک‌کین خبرداری ورکړی چې د اضطراري خوراکي مرستو کمښت د میلیونونو کسانو لپاره چې له شدیدې لوږې سره مخ دي، د «اعدام حکم» په څېر دی. هغې زیاته کړې چې په دې اړه د ټرمپ حکومت سره په تماس کې ده.

هغې په اکس کې لیکلي: «د بودجې کمښت لوږه لا ډېروي، بې‌ثباتي زیاتوي او نړۍ ډېره لږ خوندي کوي.»

د امریکا د پراختیا نړیوالې ادارې د بشري چارو د پخواني دفتر رئیسې سارا چارلز او ۹ نورو سرچینو چې په دې کې د امریکا د شپږو اوسني چارواکي شامل دي، ویلي چې دا کمښت د مرستو په ګڼو پروګرامونو کې شامل دی، چې د تېرې اوونۍ په پای کې د سومالیا او سوریې په ګډون له ۱۲ زیاتو هېوادونو کې پای ته رسېدلی دی.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button