
اړوند خبرونه:
افغانستان کې ناچاودو توکو تېر کال ۷۰۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې
کابل کې د روسیې سفارت ته څېرمه ځانمرګي برید له پراخو غبرګونونه مخ شو
رویټرز د ۶ باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ د سهشنبې په ورځ پرېکړه کړې چې د بېړنیو خوراکي مرستو د پروګرام په ګډون، شپږ بهرني مرستندویه پروګرامونه چې وروستیو کې لغوه شوي وو، بیا پیل کړي.
خو په دې راپور کې د هغو هېوادونو په منځ کې چې د بیړنیو خوراکي مرستو پروګرامونه به په کې بیا پیل شي، د افغانستان نوم نه دی یاد شوی.
۵ سرچینو رویټرز ته ویلي، د ټرمپ حکومت هوډ لري چې د بیړنیو خوراکي مرستو پروګرامونه لبنان، سوریه، سومالیا، اردن، عراق او ایکواډور ته بیا پیل کړي.
تر دې وړاندې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې وه چې د افغانستان لپاره د خوراکي مرستو ځینې پروګرامونه ځنډول شوي او د دې اقدام دلیل یې د طالبانو په ګټه د دې مرستو د انتقال په اړه اندېښنه ښودلې وه.
د دې وزارت ویاندې تمي بروس په یوه خبري ناسته کې وویل چې دا پرېکړه د استخباراتي ارزونو او د طالبانو د بشري فعالیتونو په اړه د اوږدمهاله اندېښنو په پایله کې شوې ده.
هغې ټینګار وکړ چې دا اقدام د هغو سیمو په مرستو کې د پراخې بیاکتنې یوه برخه ده چې د لوړ خطر لرونکي دي؛ هلته چې شواهد ښيي سرچینې او بودجې ممکن د بندیز لاندې ډلو ته انتقال شوې وي.
د رویټرز د راپور له مخې، د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) سرپرست مرستیال جرمي لودین په یوه داخلي ایمیل کې د دې ادارې له کارکوونکو غوښتي چې د خوراکي مرستو ځنډول شوې پروګرامونه بیا پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې دې خبري آژانس یوه ورځ وړاندې راپور ورکړی و چې د ټرمپ حکومت د ژغورونکو مرستو پروګرامونه له ۱۲ زیاتو هېوادونو پای ته رسولي دي، چې ټولټال بودجه یې له ۱.۳ میلیارد ډالرو څخه زیاته ده.