ټکنالوجينړیوال خبرونه

ريانا لومړنۍ سعودۍ ښځه ده چې فضا ته سفر کوي

د سعودي عربستان دغه ستورمزلې ريانا برناوي نوميږي او د سرطان ناروغيو څېړونکې ده

د اکسیوم سپیس (Axiom Space) فضایي شرکت او د امریکا د فضایي چارو د ادارې ناسا (NASA)چارواکو ویلي چې د سعودي عربستان دوه فضانوردان به چې په کې یوه لومړنۍ سعودي میرمن هم شامله ده د روان ۲۰۲۴ ميلادي کال د مې د میاشتې په اتمه له فلوریډا څخه په یو شخصي ماموریت په موخه نړیوال فضایي مرکز (ISS) ته سفر وکړي.

د سینې د سرطان څیړونکې ریانا برناوي به لومړنۍ سعودي ښځه وي چې فضا ته سفر کوي او د خپل سعودي همکار پیلوټ علي القرني سره به یو ځای په دې ماموریت کې برخه واخلي.

همداشان پدې فضایي بیړۍ کې به د هغوی سره د ناسا پخوانۍ ستورمزلې پیګي ویټسن وي چې د څلورم ځل لپاره فضا ته ځي او همداشان د ټینیسي ایالت یو سوداګر جان شوفنر به هم ورسره مل وي چې د پیلوټ دنده به ترسره کړي.

د ناسا چارواکي وایي چې د Axiom دوهم ماموریت چې د سپیس ایکس-۹ راکټ په وسیله د مې مياشتې په اتمه د متحده ایالاتو د ختیځ زون په وخت د شپې په ۱۰:۴۳ د فلوریدا د کیپ کاناویرال د کینیډي د فضایي مرکز څخه به يې الوت ترسره شي.

دا څلورتنه عمله به په سپیس ایکس ډراګون کیپسول کې فضایي مرکز ته ولاړ شي او هلته به ۱۰ ورځې تیرې کړي او د فضا په مدار به وڅرخي.

خو دا فضا ته د تیلو ددې بډایه هیواد لومړی سفر نه دی

دا فضایي ماموریت چې پکې یوه سعودي ستورمزلې هم شامله ده د سعودي عربستان د شاهي دولت وروستی اقدام دی چې د خپل خورا محافظه کار انځور رغونه کوي.

په ۱۹۸۵ ميلادي کال کې د هوايي ځواک پیلوټ شهزاده سلطان بن سلمان بن عبدالعزیز د متحده ایالاتو لخوا په يو تنظیم شوي فضايي سفر کې برخه اخيستې وه.

نور ولولئ: څلور ستور مزلي فضا کې د پنځو میاشتو تېرولو وروسته ځمکې ته راکوز شول

ګاونډي متحده عربي اماراتو هم په فضايي ماموریتونو کې برخه اخیستې او یو اماراتي فضانورد سلطان النیادي یوه میاشت وړاندې نړیوال فضایي مرکز ته سفر کړی چې شپږ میاشتې هلته پاتې کیږي.

فضا ته وخت نا وخته دا سفرونه تر سره کيږي خو دا لومړی ځل دی چې د سعودي عربستان يوه ښځه پکې برخه اخلي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button