ځایینړیوال خبرونه

ریچارډ بېنټ: د م.م بشري حقونو شورا ته د افغان نجونو د بد وضعیت په اړه راپور ورکوم

ریچارډ بېنټ به د افغان ښځو او نجونو د بد وضعیت په اړه د م.م بشري حقونو شورا ته چمتو شوی راپور وړاندې کړي

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ ویلي چې په دغه هېواد کې نجونې له عمر او جنسیتي زیانونو کړېږي.

بېنټ چهارشنبه د غبرګولي پر ۲۳مه په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې په خپل تازه راپور کې یې د طالبانو له خوا «تبعیض، بېلوالی او د ښځو او نجونو څنډې ته کولو بنسټيز شوی سیسټم» څېړلی دی.

په چمتو شوي راپور کې ویل شوي، د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر وړاندې سازماندهي شوي جرایم یو په بل پسې عملي کېږي او په افغانستان کې هره ورځ د ښځو ژوند تاوتریخوالي ته ځي.

نور ولولئ: ریچارډ بېنېټ: طالبانو د ښځو او نور بشري حقونه نقض کړي دي

نور ولولئ: د بشري حقونو یو بنسټ: منیژه صدیقي دې د طالبانو له بنده خوشي شي

د راپور په وینا، د نورې نړۍ په پرتله په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې وضعیت خورا سخت او ننګوونکی دی.

afghan (44)
ریچارډ بېنټ: د م.م بشري حقونو شورا ته د افغان نجونو د بد وضعیت په اړه راپور ورکوم

راپور کاږي، د روان کال په مارچ میاشت کې د ښځو د سنګسار پېښې هم شوي دي چې دا یوه بوږنوونکي لړۍ ده. دارنګه راپور زیاتوي، چې د نجونو پر وړاندې عادي جرایم د یوه عادت په شکل دوام لري.

بېنټ په خپل راپور کې لیکي، د طالبانو ځپونکی سیسټم نه یوازې د ښځو او نجونو بلکې د ټول افغان ولس پر وړاندې له بشري سرغړونو ډک دی چې په تدریج سره تطبیق کېږي.

په دې راپور کې راغلي چې په افغانستان کې معلولیت لرونکې نجونې او ښځې له دوامداره ګوښه کېدو سره مخ دي.

نوموړي په خپل راپور کې وړاندیز کړی چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیضي چلند دې په نړیوالو قوانینو کې د جنسیتي اپارټایډ په توګه وپېژندل شي.

په پام کې ده چې ریچارډ بېنټ دغه راپور د جون په ۱۸مه د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا ته وړاندې کړي.

پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو راهیسې پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګول شوي دي.

د راپور پر بنسټ، طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې د هر ډول زده کړو بندیز لګولی او په ورته وخت کې ښځې کاروبار ته نه پرېښودل کېږي.

بېنټ وايي، د افغان نجونو او ښځو پرضد د طالبانو له تګلارو باید مخنیوی وشي او پر دوی له ممکنه لارې نړیوال فشارونه راوړل شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button