Uncategorized

ریچارډ بېنېټ: طالبانو د ښځو او نور بشري حقونه نقض کړي دي

د افغانستان لپاره د م.م د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي چې طالبان له ښځو سره تبعیضي چلند کوي

نوموړي له نړیوالو محکمو غوښتي چې له ښځو سره د طالبانو تبعیضي چلند ته رسېدګي وکړي او دغه مسئله دې وڅېړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړې راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وايي، چې د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې د تبعیض قضیې باید نه یوازې د هاګ په محکمه کې، بلکې په نورو هغو محکمو کې هم تعقیب شي چې له بشري حقونو څخه سرغړونې څېړي.

د طالبانو له لوري وروستي اعدامونه

نوموړي نن د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې ویلي، چې له افغانستان سره بشري مرستې د طالبانو د په رسمیت پېژندلو په معنا نه دي.

بېنېټ زیاته کړه، چې دا مهال ۲۵ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او د مرستو د زیاتوالي اړتیا احساس شوې ده.

هغه زیاته کړه، چې طالبان د عمومي بښنې له حکم څخه سرغړونه کوي او دغې ډلې د پخواني نظام د ملکي او نظامي کارکوونکو نیولو ته دوام ورکړی دی.

نور ولولئ: د بشري حقونو د څار سازمان: طالبانو افغانستان د بشري حقونو له جدي بحران سره مخامخ کړی

نور ولولئ: د بشري حقونو یو بنسټ: منیژه صدیقي دې د طالبانو له بنده خوشي شي

نور ولولئ: ملګري ملتونه او بشر حقونه: طالبان دې د ښځو پر وړاندې تبعیضي چلند بس کړي

هغه زياته کړه، چې طالبانو په دې وروستيو اونيو کې يو شمېر افغانان د بېلابېلو تورونو په تور اعدام کړي او په درو یې وهلي دي.

un1
ریچارډ بېنېټ: طالبانو د ښځو او نور بشري حقونه نقض کړي دي

په ورته وخت کې بېنېټ په افغانستان کې د بشري حقونو له فعالانو مننه وکړه، چې د طالبانو له خوا د ځپلو سره سره د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.

طالبان باید بشري حقونه رعایت کړي

د افغانستان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې له هېوادونو وغوښتل، چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کول باید د طالبانو له خوا د بشري حقونو د رعایت پر بنسټ وي.

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي د غیر قضایي وژنو، شکنجې، ناوړه چلند او جبري ورکېدو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

ښاغلي بینیټ ټینګار وکړ، چې افغانستان مکلف دی چې د بشري حقونو په نړۍوال چوکاټ کې د خپلو بشري حقونو مکلفیتونه مراعات کړي.

ملګري ملتونه په داسې حال کې د طالبانو له لوري د بشري حقونو د نقض په اړه راپور ورکوي چې طالبانو هر وخت دغه مسئله رد کړي ده.

طالبان له ښځو سره اوسنی ناوړه چلند د اسلامي شریعت غوښتنه بولي، په داسې حال کې چې اسلامي شریعت ښځو ته کافي حقونه ورکړي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button