زلمي خلیلزاد استعفا ورکړه
ښاغلي خلیلزاد له طالبانو سره د امریکا په استازۍ د خبرو مشري کوله خو ديپلوماسۍ یې په دې و نه توانېده چې د زور له لارې پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو مخه ونیسي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د زلمي خلیلزاد د ګوښه کېدو له اعلان سره ویلي.
چې د خلیلزاد مرستیال ټوماس وېست به پر ځای دنده اجرا کوی یوه چارواکي د خپل نوم د پټ پاتې کېدو په شرط رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې خلیلزاد د جمعې پر ورځ خپله استعفا وړاندې کړې ښاغلی خلیلزاد وروسته له هغه له دندې د استعفا خبره کوي چې د امریکايي سرتېرو تر وتلو وروسته له افغان طالبانو سره د امریکا د ولسمشر جوبایډن ادارې په لومړۍ رسمي لیدنه کې چې د روانې میاشت لومړیو کې په قطر کې وشوه دی نه و.
دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي پر ټوېټر پاڼه لیکلۍ د زلمي خليلزاد په مشرۍ د امریکا د ادارو سره مذاکراتو کې مو ښه پرمختګونه لرل نوموړي هیله مند دی چې له نوي استازي ټام وېسټ سره به چارې ښه پرمختګ وکړی د دوحې تړون په مکمل عملي کولو سره به د دواړو حکومتونو تر منځ ښه اړیکی جوړی شی په افغانستان کې زېږېدلی زلمی خلیلزاد چې امریکايی ډیپلومات شوی د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په دوره کې په عراق، افغانستان او ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیر دنده اجرا کړې.
خلیلزاد له ۲۰۱۸ کال رادیخوا د امریکا په استازیتوب له طالبانو سره د خبرو مشري پرغاړه درلوده چې په پایله کی یې د ۲۰۲۰ کال فبرورۍ میاشت کې له طالبانو سره، د افغانستان جمهوري دولت په نه شتون کې د سولې تړون وکړ . . روسته ښاغلي خلیلزاد پر پخواني ولسمشر محمد اشرف غني فشار راوړ چې له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي او جګړه پای ته ورسوي.