نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

زلمي خلیلزاد او سکاټ مېلر جنرال باجوه سره د افغان سولې په مزاکراتوخبرې شوي

پاکستان کې د امزیکا سفارت یوه بیانیه کې ویلي چې د افغان سولې لپاره د امریکا استازي زلمی خلیلزاد او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت مشر جنرال سکاټ میلر پاکستان ته تللي او د دغه هېواد د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره یې د افغان سولې په تړاو خبرې کړې دي. بیان زیاتوي چې دې کتنه کې د پاکستان د پوځ مشرانو یو ځل بیا افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا د هڅو د ملاتړ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې د افغان شخړې د سوله ییز حل په چاره کې د پرمختګ لپاره به لاس په کار شي.

اسلام اباد ته له سفر وړاندې زلمي خلیلزاد او جنرال سکاټ مېلر د دوشبنې پر ورځ قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره هم کتلي وو. له دې سفرونو سره هم مهاله د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي، سره له دې چې افغان حکومت د سولې لپاره خپلې هلې ځلې چټکې کړې دي، خو طالبانو برعکس، د دې شورا په ټکو، د افغانانو پر ضد تاوتریخوالی ډېر کړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل په یوه لنډ ویډیویي پیغام کې ویلي، طالبانو ته پکار ده چې افغان وژنه بنده کړي، پر دایمي او سرتاسري اوربند هوکړه وکړي او له افغانانو سره سوله وکړي.

تر دې وړاندې ښاغلي فیصل ویلي وو چې په تېرو دوه ورځو کې د طالبانو زندانیان نه دي خوشي شوي، خو زیاته کړې یې وه چې د بندیانو د خلاصون چاره به روانه وي.

بل لور ته د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی دی چې تاوتریخوالی دې کم کړي. نوموړي دا غوښتنه نن سې شنبه بروکسل کې یوه ویډیویي خبري کنفرانس کې تکرار کړه.

نوموړي وویل، د طالبانو بریدونه زیان رسوونکي دي، نو پکار ده چې دا ډله خپل بریدونه ختم کړي او له امریکا سره شوې هوکړه عملي کړي.

ښاغلي سټولټنبرګ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ناټو د بین الافغاني خبرو لپاره د ټولو هلو ځلو ملاتړ کوي، او طالبانو ته یې یو ځل بیا ور یاده کړه چې له پوځي لارې دا جګړه نشي ګټلی.

هاخوا قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، د قطر د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر په کوربتوب دا ډله او امریکايي لوری د سولې تړون پر بشپړ پلي کولو وغږېدل.

د سهیل شاهین په خبره، د طالبانو د قطر دفتر مشر او د دې ډلې مرستیال مشر ملا بردار اخوند په مشرۍ د دوی مرکچي پلاوي د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له مشر جنرال سکاټ مېلر سره دوحه کې پرون دا خبرې درلودې:

“دوی د تړون پر بشپړ پلي کولو او د بندیانو خوشي کېدو کې پر ځنډ خبرې وکړې. دواړه لوري د طالب- امریکا له تړوه پر سرغړونو او د هغوی پر حل لارو هم سره وغږېدل”.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېرې فبرورۍ میاشتې پر ۲۹ د لاسلیک شوي تړون له مخې په پام کې وو چې د مارچ تر لسمې افغان حکومت پنځه زره او طالبان د حکومت زر زندانیان خوشي کړي.

د بندیانو د خوشي کولو لپاره د طالبانو او افغان چارواکو له دوو ویډیو غونډو وروسته دې ډلې تېره اونۍ یو پلاوی کابل ته ولېږه، چې حکومت ته د ور کړل شوي نوملړ له مخې د خپلو بندیانو خوشي کول کره کړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button