Uncategorized

زلمی خلیلزاد مسکو ته ځي

زلمی خلیلزاد مسکو ته ځي.ډېره مودو وروسته د قطر خبرو ترڅنګ دوه نورې غونډې چې ترکیه او روسیه به يې کوربنه وي جوړیږي په دې غونډو کې لا له وړاندې افغان دولت استازو د ورتللو خبره کړې او یل کیږي طالبان به هم په دې غونډه کې ګډون وکړي،

اوسمهال تازه ویل کیږي چې ښاغلی خلیلزاد هم په دې غونډه کې ګډون کوي.د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د امریکا لخوا د مسکو جوړیدونکې غونډې لیږي ترڅو هلته د سولې اړوند خپل ګډون او دریځ روښانه کړي.راتلوونکې پنج شنبې دا غونډه کنفرانس د روسیې په پلازمینه مسکو کې جوړیږي امریکايي چارواکو ویلي چې دا غونډه د سولې لپاره د نړیوالو هڅو یوه برخه ده او دا هم ویلای شي چې د دوی د اندېښنو ښکارندويي هم کوي.

img 20210316 114412

ولسمشری ماڼړی په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې امریکايي استازي زلمي خلیلزاد تیر مازیګر له ولسمشر غني سره دلیدنې پرمهال هغه ته د خپلو سفرونو مالومات وړاندې کړي او د افغان سولې پر راتلوونکو ېې خبرې کړي دي.ویل کیږي چې نوموړی د عبدالله عبدالله سره هم کتلي او د سولې په اړه ېې ورره خبرې شي دي.

په دې وروستیو کې د افغان سولې لپاره د مسکو او ترکیې غونډې خورا مهمې بلل سوې او تر اوسه پوري د افغان دولت او طالبانو له لوري د ګډون کوونکو پلاوو، د ټاکل کیدلو ویل شوي او ښايي د یو شمېر نورو سیمه ییزو هېوادونو پلاوي هم ګډون وکړي چې تازه د امریکا د سولې استازي زلمي خلیلزاد هم د مسکو په غونډه کې د ګډون خبره کړې

دا هم ولولئ:  سویډن کمېټه نور په افغانستان کې فعالیت نه کوي

تر دې دمه د مسکو د غونډې نور جزیات چې ایا د اوربند او جګړې دریدلو  لپاره به کوم ګټور اقدام ترسره شي څه نه دي ویل سوي خو تر ډیره بریده دې کنفرانسونو ته هیله سته ترڅو د افغان سولې د خبرو او یاهم جګړې دریدلو لپاره کوم اقدام ترسره شي.

لیلا حبيبي

لیلا حبيبي یوه د روغتيا او زده‌کړې خبریاله ده چې د طبي پرمختګونو، د ښوونځیو د اصلاحاتو او د عامه هوساینې د نوښتونو په اړه لیکنې کوي. د هغې کار د ټولنې د روغ ژوند او تعلیمي ودې په ترویج تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button