لوبې خبرونه

افغان لوبډلی نمیبیا نه سیالی وګټله

 افغانستان افغانستان

 د شل اوريز کرکټ نړيوال جام سياليو کې افغانستان نميبيا ته په ۶۲ منډو ماته ورکړه. دغه لوبه چې د متحده عرب اماراتو په ابوظبۍ کې وشوه  پچه افغانستان وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه افغانستان په شل اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو  ۱۶۰ منډې جوړی  کړې

. افغان توپ وهونکي محمد شهزاد ۳۵، حضرت الله ځاځي ۳۳، محمد نبي ۳۲ او اصغر افغان ۳۱ منډې  جوړی کړې افغان لوبډله کې  یو بدلون چی  د ژوبل شوي مجیب ځدراڼ  په ځای حمید حسن لوبه  وکړه . مجیب د پاکستان پر ضد لوبه کې ژوبل  شوی  افغانستان په دویم ګروپ کې تر دې وخته دوه لوبې کړې چې د سکاټلنډ پر وړاندې یې په ۱۳۰ منډو وګټله خو پاکستان ته یې په ۵  لوبغاړو  وبایله. نمیبیا خپله لومړۍ لوبه کې سکاټلنډ ته ماتې ورکړې او دا یې په روانو سیالیو کې دویمه لوبه ده

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

د افغانستان لپاره د دې سیالیو ګټل د  سیمې فاینل  لپاره خورا مهم وو افغانستان به لدی  وروسته خپلو پاتې دوه  لوبو کې د هند او نیو زیلنډ  لوبډلو سره مخ کېږي چې ګټل به یې ستونزمنده  وي د پخواني لوبډلمشر اصغر افغان په نړيوال کرېکټ کې ننۍ  اخرنۍ لوبه وه. نوموړي تېره ورځ په ويډيويي کې له نړيوال کرېکټ سره مخه ښه اعلان کړه او د نننۍ لوبې په اخر  کې د ګلبدين نايب له اړخ پر اوږو او د نورو لوبغاړو د مخه ښی مراسمو په ترڅ کی استعفاء  ورکړه

اصغر افغان د افغانستان لومړنی لوبډلمشر  دی او د افغانستان لپاره ډیری خوښی راوړی ۱۶ کاله یی د افغانستان کرکټ لپاره یی شپی او ورځی  کړاونه تیر کړی افغانستان  د خدمت په خاطر . د افغانستان کرکټ لپاره لوی ضایعه ده

د نن ورځې دویمه لوبه کې به د هند او نیو زیلنډ لوبډلې  یو  بل سره مخ کېږي دواړو لوبډلو په خپلو لومړنیو لوبو کې له پاکستان نه  ماتې خوړلې او کوښښ به کوي چې نننۍ لوبه وګټي او سیمي-فاینل ته لاره  جوړه کړی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button