سات تيري

زموږ حافظه ولې کمزوري کېږي؟

دلته داسې ۱۰ عادتونه درښیو چې ستاسو د حافظې په کمزورتیا کې دخیل دي

ځینې عادتونه سړي ته جدي نه ښکاري، خو که په دقت وکتل شي او یا ورباندې څېړنې وشي، نو هغه ددې لامل شوي چې د انسان پر روغتیا منفي اغېزې وکړي او ستونزې ورته پېښې کړي.

۱. سهارنی (ناشته) نه کول:

سهارنی خوراک د ټولې ورځې لپاره ډېر مهم دی ځکه د خوب پر مهال انسان خوراک نه کوي؛ وجود یې له انرژۍ خالي وي. که د سهار له مخې د انسان دماغو ته غذایي مواد ونه رسیږي؛ په اسانۍ سره ویجاړیدای شي.

afghan 2024 07 27t102837.229
زموږ حافظه ولې کمزوري کېږي؟

۲. منظم خوب نه کول:

منظم خوب نه کول، د روغو دماغي حجرو د کمښت سبب کیږي.

هر څومره چې د یو انسان روغې دماغې حجرې کمیږي، په همغه اندازه دماغ ویجاړیږي او له کاره لوییږي.

۳. د تشویق، هڅوونې او ښو فکرونو نه شتون:

ښه فکر کول دماغ فعال ساتي، که غیرې فعال وي؛ غونجیږي او له کاره لوییږي.

نور ولولئ: هغه خواړه چې د حافظې په پیاوړتیا کې مرسته کوي

نور ولولئ: داسې کمپیوټر چې په ذهن کې ګرځېدونکې څه ټایپوي

نور ولولئ: تمرکز څه ته وايي؟ هغه لارښوونې چې د تمرکز د ډېرېدو لامل کېږي

نو موږ ولې باید دماغ فعال ونه ساتو!؟

مثبت فکر وکړئ، زده کړه وکړئ او خبرې وکړئ.

afghan 2024 07 27t102823.096
زموږ حافظه ولې کمزوري کېږي؟

۴. د ناروغۍ پر مهال استراحت نه کول:

په طبابت کې معقوله ده چې: که یو انسان صحتمند وي؛ تمرین دې کوي او که ناروغ وي؛ استراحت دې کوي.

د بدن ناروغ کیدل په دې مانا چې ستاسې وجود، تاسې ته د استراحت لپاره سوال/زارۍ کوي.

سوال/زاري یې ومنئ او استراحت وکړئ

۵. ډېره بوره خوړل:

ډېره بوره خوړل، حافظه مړاوې کوي. متاسفأنه په ټولو څښاکونو کې چې موږ یې څښو، بوره شته.

د ښې حافظې درلودو لپاره د بورې کم خوړل په کار دي.

afghan 2024 07 27t102855.735
زموږ حافظه ولې کمزوري کېږي؟

۶. ډېر زیات خوراک کول:

زیات خوراک کول د وزن ډیریدو سبب کیږي، دماغي ساقه ویجاړوي او تمرکز خرابوي.

۷. د خوب پر وخت سر پټول:

موږ اکسیجن ته ډېره شدیده اړتیا لرو

د خوب پر مهال سر پټول د اکسیجن اخیستو مخنیوی کوي، د اکسیجن پر ځای کاربن ډای اکساید اخلو او خارجوو یې.

دماغي حجرې یوازینۍ حجرې دي چې د اکسیجن د کمښت سره خورا ډیرې حساسې دي، ډېر ژر ویجاړیږي.

د خوب پر مهال سر مه پټوئ.

۸. سیګرټ یا لوګی څکول:

 

دا تر ټولو خطرناک عادت دی.

د نورو جانبي عوارضو سربیره، د دماغو د غونجیدو او هیرجنتوب سبب کیږي.

afghan 2024 07 27t104330.238
زموږ حافظه ولې کمزوري کېږي؟

۹. ککړه هوا تنفس کول:

دماغ ډېر او صاف اکسیجن ته اړتیا لري؛ ککړه هوا دماغ له اکسیجن څخه بې برخې کوي.

۱۰. کمې خبرې کول:

خبرې کول دماغ فعال ساتي او څوک چې خبرې نه کوي، دماغ یې غیر فعال حالت غوره کوي.

کله غواړی چې ښه حافظه ولری نو پورتني عادتونه پرېږدي او ځانونه سالم وساتئ.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button