سات تيري

ايوشمان وايي میرمن يې د هغه لپاره هرڅه ده

 ايوشمان وايي میرمن يې د هغه لپاره هرڅه ده د باليووډ فلمونو نوموتی اداکار ايوشمان کهرانه د واده پرون١٢مه کليزهولمانزله ،ایوشمان وايي مېرمن ېې د هغه ملاتړې، مينه او د هغه غوره ملګرې ده او د ژوند روزونکې ده.هغه همداراز وايي مېرمن ېې د هغه لپاره هر څه ده.

ښاغلي ايوشمان کهرانه له فلم جوړونکې طاهره کېشپ سره په ٢٠٠٨ کال کې واده شوی و، دواړو تر اوږدې يارانې وروسته واده وکړ، چې اوس اته کلن زوى ويراج وير او شپږ کلنه لور وروشکا هم لري.د واده د ١٢ کلونو په پوره کېدو، ايوشمان کهرانه د ټولنيزو رسنيو په مشهور اپليکېشن انسټاګرام کې له خپلې ښځې سره يو ګډ عکس خپور کړى دى او د هغه په اړه يې ډېر څه ليکلي دي.

نوموړي د کهرانه له عکس سره ليکلي دي، چې زما او ستا د ګډ وخت تېرولو ١٢٥ کلونه تېر شو، ښايي تر دې هم ډېر وي، ځکه زه فکر کوم چې زه تا له سليزو کلونو څخه پېژنم، دا هر څه لا محدوده دي.هغه همدا راز مخکې ليکي، ته زما ملاتړې، مينه، شخصي کوميډينه، د ژوند روزونکې او تر دې هر څه زيات زما غوره ملګرې يې، زه غواړم چې له تاسره زوړ شوم، موږ به په ژوند کې ډېر خوند واخلو، د واده کليزه دې مبارک وي.

طاهره کېشپ هم د ايوشمان کهرانه سره عکس خپور کړى دى او د خپل ژوند او ايوشمان کهرانه په اړه يې ځينې له مينې ډکې جملې ليکلي دي او هغه ته يې د واده د کليزې مبارکي ويلې ده.د يادولو وړ ده چې د ٣٦ کلن ايوشمان کهرانه وروستى فلم د (ګلابو سيتابو) په نوم په روان کال په انلاين بڼه خپور شوى و.او د عامو وګړو هم ډېر خوښ شوی وو په افانستان کې دغ فلم ډېرو وګړو لیدلی وو.

  1. ايوشمان وايي میرمن يې د هغه لپاره هرڅه ده

دغه فلم کې هغه له اميتاب بچن سره کار کړى و او دا فلم خلکو ډېر زيات خوښ کړ. د هغه راتلونکى فلم د (چنديګړ کرى عاشقي) په نوم دى، چې واني کپور ورسره کار کوي او په ٢٠٢١ کال کې به نندارې ته وړاندې شي.هغه وايٍي چې کوشش کوي چې ډېر فلمونه به په راتلونکي کې جوړ کړي او نندارې ته به ېې وړاندې کړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button