سات تيرينړیوال خبرونه

ساره علي خان سومره وزن کم کړۍ دۍ.

د انډیا سينما مشهوره هنرمنده سارا علي خان په کال ۱۹۹۵  د اګست په ۱۲ مه زیږیدلې وه. هغه سیف علي خان او امریتا سینګ کره هغه په ​​سویس کې په جینیوا کې هغه د پټودي کورنۍ غړیتوب لري او د منصور علي خان پټوډي او شرمیلا ټاګور لمسی ده ، هغه یو ورور ، ابراهیم علي خان او یو  تیمور علي خان خوز ده.

هغې په ټولنيزو رسنيو یا سوشل ميډيا د خپلو مينه والو سره د خپل ماشومتوب او ځينې پخواني انځورونه خپاره کړي دي. ساره علي خان خپل ډېر وزن کم کړى دى، ځکه مخکې ډېره چاغه وه، که يې پخواني انځورونه وکتل شي، نو دا پېژندل ګران دي چې هغه په رښتيا هم ساره علي خان ده.

دمشهورهنرمند سېف علي خان لور ساره علي خان تېره ورځ خپل انځورونه په انسټاګرام کې خپاره کړي و، چې له دې انځورونو داسې ښکاري، که د هغې بدن هر ډول و، خو هغې تل له ځان سره مينه کړې ده.

ساره علي خان سومره وزن کم کړۍ دۍ.

٢٤کلنې ساره علي خان له خپلو دې انځورونو سره ليکلي دي چې ((د خپلو خوبونو شهزادګۍ زه په خپله وم.)) .

په دې عکس کې ساره علي خان د هند په کلتوري کاليو او طلا کې ښکاره کېږي.

د انسټاګرام په سټوري کې ساره علي خان له خپل لومړي انځور سره په کېپشن کې (ماشومتوب) ليکلى او له دويم سره يې بيا (د مستۍ فکرونه) ليکلي دي.

ساره علي خان خپل پخواني انځورونه او ويډيوګانې وخت نا وخت خپروي، چې مخکې ډېره چاغه او وزن يې هم ډېر زيات و. له خپل يو بل انځور سره هغې ليکلي دي، چې ځينې شيان بېخي نه بدلېږي، هماغه پخوانى انداز، هماغه کېفيت، هماغه ډول او سينګار.

ساره علي خان په ډېر لږ وخت کې په هندي سينما کې ډېر نوم پېدا کړ، هغې تراوسه پورې د ګوتو په شمېر څو فلمونو کې کار کړى دى، خو ډېرى مينه وال لري

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button