هنر او ادب

ساره علي خان له شبمن ګیل وړاندې له څلورو اداکارانو سره اړیکې لرلې

د بالیووډ ځوانه اداکاره سارا علي خان

په دې ورځو کې د بالیووډ ځوانه اداکاره ساره علي خان یو ځل بیا د رسنیو د بحث موضوع ګرځېدلې او داسې ویل کېږي، چې دغه اداکاره له هندي کرکټر شبمن ګیل سره اړیکې لري؛ خو له شبمن ګیل وړاندې ساره علي خان له څلورو ستورو سره د یارانې تار اچولی و.

سارا د شبمن ګیل سره په اړیکه کې ده

د اګست له میاشتې راهیسې په دې اړه اوازې خپریږي چې ساره له شبمن ګیل سره اړیکې لري او دا اوازې هغه مهال زیاتې شوې چې شبمن ګیل له ساره علي خان سره د اړیکو خبرې په کلکه رد کړې؛ خو ساره په اګست میاشت کې له شبمن ګیل سره په یوه ریستورانت کې لېدل شوې وه. خو ساره علي خان له شبمن ګل نه مخکې د اداکار کارتیک اریان سره اړیکې لرلې او د کرن جوهر په خپروته کافي ود کرن کې ساره خپله ومنله چې کارتیک سره د واده کولو هیله لري او له اداکار رنویر سینګ سره هم د ژوند تېرولو خواهش کړی و. 

  نور یی ولوله | فرانسوي اداکارې او ماډلې مارین الهایمر اسلام قبول کړ

  نور یی ولوله | د راشد خان ستر ارمان څه دی؟

سارا علي خان له سوشانت سنګ سره ده

بله خوا له مرحوم اداکار سوشانت سینګ راجپوت سره د ساره علي خان د ملګرتیا خبرونه هم خپاره شوي. ساره او سوشانت په بدري نات فلم کې کار کړی و او له هغې وروسته د دواړو د ملګرتیا اوازې خپرې شوې چې بیا ساره خپله اعتراف هم کړی و.

دغه راز اداکار ایشان کتر هم د ساره علي خان ملګری تېر شوی دی، که څه هم ساره علي خان په ښکاره ډول د ایشان کتر نوم نه اخلي، خو ویلي یې چې په بالیووډ کې د دوو فعالو اداکارانو وروڼو څخه یوه سره یې ملګرتیا کړې ده، چې اشاره یې ایشان کتر ته وه

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button