افغانستانسیمه‌ییز

سبا ۱۶ ولایتونو کې د باران اټکل؛ د سېلابونو او تېزو بادونو خبرداری هم ورکړل شو

د هواپېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، سبا ۱۶ ولایتونو کې د باران اټکل شوی او ورسره د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو خبرداری هم ورکړل شوی دی.

بارشباران 1

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د هواپېژندنې ریاست ویلي، هرات، فراه، بادغیس، غور، روزګان، دایکنډي، بامیان، میدان‌وردګ، غزني، پروان، بغلان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا هغه ولایتونه دي چې د ورښتونو احتمال پکې شته.

سبا ۱۶ ولایتونو کې د باران اټکل؛ د ورښت کچه به څومره وي؟

د هواپېژندنې ریاست د وړاندوینې له مخې، په یادو ولایتونو کې د باران اندازه له ۱۰ تر ۲۵ ملي مترو پورې رسېدای شي.

18410315 605

همداراز ویل شوي چې په ختیځو، سوېل ختیځو، لوېدیځو، مرکزي او جنوبي سیمو کې به تېز بادونه، دوړې او خاورې هم رامنځته شي، چې سرعت یې په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۸۵ کیلومترو پورې اټکل شوی دی.

وروستي سېلابونه لا هم د خلکو په یاد دي

سبا ۱۶ ولایتونو کې د باران اټکل داسې مهال کېږي چې په تېرو دوو میاشتو کې د افغانستان ګڼو ولایتونو د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله درانه زیانونه لیدلي دي.

سازمان هواشناسی 21 1

د راپورونو له مخې، وروستیو سېلابونو زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه له منځه وړې، لسګونه کسان یې مړه او ټپیان کړي او شاوخوا ۲۰ زره کورونه یې په بشپړ یا نسبي ډول ویجاړ کړي دي.

چارواکو له خلکو غوښتي چې د احتمالي سېلابونو او تېزو بادونو پر مهال له احتیاطه کار واخلي، په ځانګړي ډول هغه کورنۍ چې د سیندونو او خوړونو ته نږدې سیمو کې ژوند کوي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button