افغانستان

ستانکزی: پخواني چارواکي دې هېواد ته ستانه شي خو وزارتونه دی نه غواړی

 افغانستان  افغانستان –

ستانکزی ویلی  چی پخواني چارواکي دې هېواد ته بیرته را ستانه شي خو په کابینه کې دې د څوکۍ طمعه   نلری د طالبانو د خارجه  وزارت مرستیال عباس ستانکزي له مخالفینو  د پرځول شوی حکومت له لوړ پوړو چارواکو او پوځي ځواکونو څخه  غوښتنه کړی چې افغانستان ته راستانه شي.

ښاغلي ستانکزي د بهرنیو چارو په وزارت کې جوړو شویو مراسمو ته ویلی  له ټولو مخالفینو سره په اړیکه کې دي او له هغوی څخه یې غوښتنه کړې چې بېرته هېواد ته د خپل  ژوند کولو  لپاره راستانه شي.نوموړی ویلی  راشۍ چې د یووالي او بیارغونې او جوړونی  لپاره یوه لور  په ګډه پیدا کړو او  ستونزی حل  کړو . عباس ستانکزي  ټینګار وکړه چې افغانستان د نړیوالې ټولنې یوه برخه ده  او د تړل شویو بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو او اړیکو د ټینګولو لپاره هر ډول کوښښ وشی .

دا هم ولولئ | طالبان:د کوکنارو کښت باید بدل شي

طالب چارواکي په کابل کې د هغو بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانستلو غوښتنه کوي چې د طالبانو له واکمنۍ څخه وروسته تړل شوي دي ډېر لویدیځو هېوادونو د خپلو سفارتونو مامورین قطر ته لیږلی  او له هغه ځایه څخه  د افغانستان اړوند چاری مخ ته وړی .امریکا قطر په افغانستان کې د خپلو ګټو د خوندي  ساتلو هېواد په ډول  نومولی او په دې لړ کې قطر د امریکايي وګړو ځیني کونسلي کارونه  او په افغانستان کې د امریکايي ودانیو او تاسیساتو د څار دنده  ترسره کوي.

 د پخوانیو چارواکو بانکي حسابونه په همدې مهال کې د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال عبدالسلام حنفي د افغانستان مرکزي بانک ته په یوه لیک کې لارښوونه کړې چې د هغو پخوانیو چارواکو بانکي حسابونه دې نه تړي چې په افغانستان کې پاتې .

همدغه  رنګه په لیک کې لیکلی چې د هغو پخوانیو چارواکو بانکي حسابونه دې تړلي پاتې چې اوس مهال له هېواده څخه  بهر اوسېږي او خپل مسوولیتونه یې په رسمي توګه د طالبانو حکومت ته ندی  سپارلي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button