نړۍ خبرونه

ستولتنبرګ وايي د اوکراین واقعي ځای په ناټو کې دی

د ناټو مشر ينس ستولتنبرګ، کیف ته د خپل نااعلان شوي سفر په ترڅ کې وويل چې د اوکراین راتلونکی په ناټو کې دی. په ورته مهال کې مسکو ويلي دي چې د اوکراین د غړیتوب مخنیوی ورته د یو مهم هدف په توګه پر خپل ځای پاتې دی

دا پر اوکراین د روسېې تر پوځي یرغل وروسته چې ۱۴ میاشتې يې کیږي، کیف ته د ستولتنبرګ لومړی سفر دی. نوموړي په کیف کې د اوکراین له ولسمشر، ولودیمیر زيلنسکي سره د یو ګډ خبري کنفرانس پر مهال خبریالانو ته وويل: “اجازه راکړئ چې روښانه ېې کړم: د اوکراین حقيقي ځای په يورو-اتلانتيک کورنۍ کې دی. د اوکراین واقعي ځای په ناټو کې دی. د وخت په اوږدو کې زموږ ملاتړ به تاسو سره مرسته وکړي چې دغه څه ممکن شي.”

هغه ژمن شو چې د اوکراین پوځي ملاتړ ته به ادامه ورکوي او زیاته يې کړه چې د ناټو متحدينو تر اوسه په لسوګونو زره اوکرایني سرتيرو ته پوځي روزنې ورکړې او د ۶۵ ميليارده يورو په ارزښت پوځي مرستې ېې ورته برابرې کړې دي.

نور ولولئ: په روان ۲۰۲۳ ميلادي کال کې فنلنډ هېواد د ناټو غړی شو

ستولتنبرګ وويل په جولای میاشت کې د لیتوانیا په ویلنیوس ښار کې د ناټو سرمشريزې ته د زیلنسکي تر دعوت کولو مخکې، ناټو اوس او هر څومره وخت چې نيسي، ستاسو ترڅنګ ولاړه ده.

هغه زیاته کړه چې د ناټو په تړون کې د اوکراین د غړیتوب او دغه هېواد لپاره د امنیتي ضمانتونه موضوعات به د سرمشريزې د اجندا په سر کې ځای ولري.

نور ولولئ: ترکیې په ناټو سازمان کې د فنلډ غړیتوب تائید کړ

ستولتنبرګ دا هم وویل چې زیلنسکي سره د ناټو د ملاتړ پر یو پروګرام يې خبرې کړې دي. ترڅنګ ېې د ډنمارک او نیدرلند (هالند) هیوادونو د پنجشنبې ورځې اعلاميې ته اشاره وکړه چې دغه هیوادونه پلان لري د ۲۰۲۴م کال له پیل څخه به اوکراین ته ۱۴ نور ليوپارډ ۲ جنګي ټانکونه ورکړي.

د رومانیا په پلازمېنه بخارست کې د ناټو د ۲۰۰۸م کال په سرمشرېزه کې پر دې توافق وشو چې اوکراین به په نهایت کې د ناټو یو غړی کيږي

خو تر هغه وروسته په دې تړاو د رهبرانو له خوا داسې کوم جدي اقدامات چې وشي کړی دغه هیواد د ناټو غړیتوب ته ورنژدې کړي، ترسره نه کړل.

نور ولولئ: روسیې په خپل ګاونډیو هیوادونو کې د ناټو پر فعالیتونو د سختو بندیزونو غوښتنه کړې

د ناټو سرمنشي په اوکراین کې د روانې جګړې په هکله وويل: “موږ نه پوهيږو چې دغه جګړه به څه وخت پای ته رسيږي خو په دې پوهیږو چې د روسېې یرغل یوه زهرجنه نمونه ده چې باید ودرول شي.”

دا په داسې حال کې ده چې د کریملین ویاند، دیميتري پسکوف د سه شنبې په ورځ وویل چې د ناټو له غړیتوب څخه د اوکراین مخنیوی د مسکو له پاره د یو مهم هدف په توګه پر خپل ځای پاتې دی. هغه چې په یو خبري کنفرانس کې يې خبرې کولې، خبریالانو ته وویل چې د اوکراین الحاق به زموږ هیواد او زموږ د هیواد امنیت ته یو جدی او د پام وړ ګواښ وي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button