سره صلیب کمېټه: د ځینو روغتیايي مرکزونو ملاتړ پرېږدو
په افغانستان کې د سره صلیب کمیټه د ځینو روغتیايي مرکزونو ملاتړ پرېږدي
د سره صلیب کمېټه په کندهار کې د میرویس روغتون په ګډون د ۲۵ روغتیایي مرکزونو له ملاتړه لاس اخلي.
په افغانستان کې هغه روغتونونه چې د نړیوالو مرستندویه ادارو په ملاتړ تکیه وي، د مرستو له بندېدو وروسته د درملو او طبي وسایلو له سخت کمښت سره مخ شوي دي.
یوه بېلګه یې په کندهار کې میرویس حوزوي روغتون دی، چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ورسره د درملو او طبي وسایلو مرسته کوله، خو اوس چې د دغې ادارې مرستې بندې یا کمې شوې دي، په دغه روغتون کې روغتیایې چوپړونه پیکه شوي دي.
نور ولولئ: سور صلیب: ډېری افغانان د اولیه توکو د اخیستلو توان نه لري
دغه روغتون ته ورتلونکي ناروغان وایي، له څه مودې راهیسې روغتیا پالان سپارښتنه ورته کوي چې د خپلې درملنې لپاره درمل او د پانسمان بستې له شخصي درملتونه راوړي.
میرویس روغتون د سویلي حوزي په کچه ستر روغتون دی، چې د شمېرو له مخي هر ورځ شاوخوا ۵۰۰۰ ناروغان ورځي.
په لېرې پرتو سیمو کې روغتیایي چوپړونه
میرویس روغتون چې له تېرو شاوخوا ۳۰ کلونو راهیسې د سره صلیب پر روغتیایي مرستو تکیه کوي، د کندهار، هلمند، زابل او روزګان تر څنګ د لسو ولایتونو ناروغان ورځي.
په ځانګړې توګه د هغو سیمو خلک، چې لا هم په خپلو سیمو کې روغتیایې مرکزونه نه لري او یا هم د ځینو پیچلو ناروغیو د درملني لپاره اسانتیاوي نه لري، د دې روغتون له مراجعینو بلل کېږي .
بل لور د سره صلیب نړیوالې کمېټې، چې تر دې وړاندې یې د میرویس حوزوي روغتون سره د ډاکټرانو د معاشاتو، درملو او طبی وسایلو برخه کې مرسته کوله، له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې په مرستو کې د پام وړ لږوالی راوستی دی.
دغه اداره وایي دوه کاله وړاندي په افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته د روغتیا سکتور د ژغورلو په موخه یې د ۲۵ روغتیایي مرکزونو ملاتړ ته اوږه ورکړه.
له افغانستان د ګڼو مرستندویه بنسټونو وتل
ددغې ادارې ویاند پرویز فیضي بي بي سي ته وویل، هغه مهال ګڼ نړیوال مرسته کوونکي بنسټونه او ادارې له افغانستانه وتلي وو او سور صلیب په افغانستان کې حضور درلود، ځکه یې دغه مرستي په موقتي توګه پيل کړې.
دی وايي:”دا مرستې هېڅکله د اوږدې مودې لپاره نه وې، ځکه چې دا بېړنیو اړتیاو ته د ځواب ویلو لپاره رامنځته شوې. د سره صلیب اصلي موخه دا وه چې چارواکو ته اجازه ورکړي چې خپل ځانونه منظم او خپل مسؤلیتونه پر غاړه واخلي.”
د سره صلیب نړیواله کمېټه له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي.
ښاغلی فیضي زیاتوي د سره صليب کمېټه د هغو مالي ستونزو په پام کې نيولو سره چې په ټوله نړۍ کې ورسره مخ ده، د افغانستان د عامې روغتيا وزارت ته يې د روغتيايي خدمتونو بشپړ سپارلو په اړه وضاحت ورکړی دی.
نوموړی وایي، سور صلیب به په افغانستان کې خپلو اصلي دندو ته چې د زندانونو فزیکي وړتیا لوړول، د اوبو او خوړو برابرول او همداراز د اقتصادي خوندیتوب برخو کې مرستو ته دوام ورکړي.
خو په میرویس روغتون کې یو شمېر سرچینو بي بي سي ته وویل، سره صلیب وروسته له هغه په خپلو مرستو کې لږوالي راوستی، چي د طالبانو د حکومت د روغتیا چارواکو له دغه ادارې وغوښتل چې مرستې دې د دوی له لارې کوي.
د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان دا مني چې د مرستندویه ادارو د مرستو له کمېدو سره په روغتونو او روغتیايي مرکزونو کې ستونزې رامنځته شوې، خو زیاتوي هلیمن دی چې دې رامنځته شويو ستونزو ته به د حل یوه لار وموندل شي.
سور صلیب داسي مهال د افغانستان د روغتیا له برخې سره خپلې مرستې کموي، چې وار له مخي د روغتیا نړیوال سازمان د مرستو پر کموالي اندېښنه ښودلې او د ناوړه پایلو خبرداری یې ورکړی دی.
دغې ادارې تېره میاشت ”د افغانستان د بېړني حالت ” تر نوم لاندې په یوه راپور کې لیکلي چې د روغتیا په برخه کې د بودیجې کمښت به پر روغتیايي وضعیت ناوړه اغېز وکړي، ځکه د یو شمېر روغتیايي مرکزونو فعالیت ځنډېدلی او د لویو روغتونونو ملاتړ کې هم لږوالي راغلی دی.