کورني خبرونه

سعودي د افغانستان وضعیت په اړه د اسلامي همکاریو سازمان بېړنۍ غونډه را وبلله

  افغانستان  افغانستان

سعودي د افغانستان وضعیت  په تړاو د اسلامي همکاریو سازمان بېړنۍ غونډه را وبلله سعودي عربستان د دوشنبې پر ورځ د اسلامي همکاریو پر سازمان غږ کړی چې په افغانستان کې د روان وضعیت د ارزولو تړاو  دې بېړنۍ او ځانګړې غونډه وکړی.

د پاکستان د خارجه  وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چی  د راتلونکې دسمبر مېاشتې پر ۱۷مه نېټه اسلام اباد کې د دې غونډی  د کوربتوب وړاندیز کړی. سعودي چارواکو غوښتنه کړې چې پدی  غونډه  کې دې په افغانستان کې بشري وضعیت و ارزول شي او د کړکیچ  مخنیوي  چارې دې وموندل شی. عرب نیوز ورځپاڼې لیکلی چی  د سعودي چارواکو ویلي  طالبان باید وهڅول شي چې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي  بشري حقوقو  ته درناوی وکړي او نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړي  ځکه دا حق په اسلام کې ورکړی .

سعودي چارواکی  همدا رانګه  هیله مند دی چې په دې غونډه  کې به د افغانستان په اړه  پر مهمو موضوعاتو د یو ګډ دریځ فرصت پیدا شي. د عرب نیوز ورځپاڼې لیکلي  طمع کېږي چې په دې غونډه  کې به د افغانستان د  ثبات او ځمکنۍ بشپړتیا به  هم خبرې وکړی . یادی ورځپاڼې زیاته کړی چی  د اسلامي همکاریو سازمان د ترهګرۍ ردوي او ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره باید د ترهګرو لپاره او یا هم د سخت دریځو ډلو د پټنځای په ډول  ونه کارول شي.

دا هم ولولئ | طالب چارواکي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت د بیا پرانیستلو خبر ورکړی.

سعودي چارواکو د اسلامي‌ همکاریو سازمان له غړو هېوادونو،‌ نړیوالو مرستندویه ادارو او نور هېوادونو  څخه غوښتنه کړې چی  په دې غونډه  کې ګډون وکړي او د افغانستان د وګړو  د مرستې لپاره بېړني  چاری مخ ته ویسی .

طالبانو له امریکا او اروپایي ټولنې غوښتي چې د دې کړکیچ مخنیوي لپاره دې د افغانستان میلیارده ډالرو کنګل شوې شتمني پرانیزی  . خو واشنګټن او اروپایي هېوادونو تر دا غوښتنه نه ده منلې او ټینګار کوي چې د طالبانو کړنو او تګلارو ته په لیدو به پرېکړه او قضاوت کوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button