سیمه ییز خبرونه

سعودي عربستان ته د باجوه سفر

سعودي عربستان ته د باجوه سفر د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د راتلونک هفتې کې په وروستیو ورځو کې عربستان ته سفر لري او هلته به د سعودي عربستان اعلۍ چارواکو سره لیدل کتل کوي او په مختلفو موضوعاتو به بحث کوي،

لکه څنګه چې تاسوو معلومات لرۍ چې د پاکستان او سعودي عربستان دولتونو سیاسي تعلقات په دې وروستیو کې تر بل هر وخت ډېر خراب شوي دي او بل باندې ېې نیوکې کړي دي، د ریوټرز د راپور پر بنسټ د جاوېد باجوه موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د تاوتریخوالي را کمول دي.د ګاونډي هېواد د پوځ مشر غواړي سعودي ته ننواتې وکړي، چې له دوی سره یې سیاسي اړیکې را جوړې شي شياو د کشمیر په مسله کې ورسره کومک وکړي

د دغه هېواد دولت له سعودي عربستان غوښتنه کړې -چې د کشمیر په لانجمنه مسله کې دې د پاکستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان غونډه را وبلي، چې دا غوښتنه یې د سعودي عربستان له لوري نه وه منل شوې او پاکستان ویلي وو چې د سعودي عربستان په مشرۍ د اسلامي همکاریو سازمان د کشمیر د مشکل د حل وړتیا نه لري. چې له امله یې سعودي عربستان پر پاکستان غوسه شو او ترمنځ ېې اړېکې هم خرابه شوې

د پاکستان دخارجه وزارت د سعودي عربستان د نه منلو په غبرګون کې ویلي، که د کشمیر په مسله کې یې سعودي عربستان ملاتړ کوي که نه، خو وخت راغلی چې خپله لاس په کار شو، که د اسلامي همکاریو سازمان هېوادونه غونډه نه رابلي نو موږ به پرېکړه نیسو چې د دې سازمان سره پاتې شو که نه، دا په داسې حال کې ده، چې سعودي عربستان له پاکستان یو بیلیون ډالر خپل پور هم بېرته اخیستی او د نورو د پورونو بېرته اخیستلو یاده یې هم کړې او د تېلو او نورو بېلابېلو برخو کې یې ورسره د همکارۍ بندولو خبرهم ورکړۍ چې دا به سیمه کې یو نوۍ کړکېچ رامنځته کړي،

د سعودي عربستان او پاکستان تعلقات او همکارۍ سره خرابې شوي او عربستان اوس نه غواړي پاکستان سره په کومه برخه کې همکاري وکړي خو د پاکستان دولت کوشش کوي چې د عربستان سره خرابې شوې اړیکې بېرته را ورغوي او دې لپاره یې یو شمېر هېوادونه هم واسطه کړي دي چې سعودي ته د دوی لپاره واسطه شي څو اړیکې ورسره بېرته بحالې شي. ترڅو بیا د عربستان په مرستو مزې وکړي خو سعودي عربستان ورو ورو خپلې اړیکې ورسره خرابوي او نورو اپشنونو باندې غور کوي،

دغه مملکت اوس مهال په دنیا کې له ستر اقتصادي بحران سره لاس او ګریوان دی، په کور دننه یې د پیسو ارزښت هم ټیټ شو او په سیمه او نړۍ کې هم له انزوا سره مخ شوی دی.دوي ډېراقتصادي تاوانونه هم وکړل اوس غواړي چې دولت ېې پاکستان په خپلو پخو ودروي او نورې نړۍ سره خپل تعلقات ښه کړي ترڅو یوازې پاتې نشي،

سعودي عربستان ته د باجوه سفر
سعودي عربستان ته د باجوه سفر

د یادونې وړ ده چې پاکستان اوسمهال د کرونا ویروس مخنیوږي لپاره هڅې روانې کړي دي او دې له امله هم اقتصادي ستونزو سره مه دۍ دغه هېواد باندې د کلونو راهیسې قرضونه هم پراته دي او ګڼ شمېر هېوادوال ېې د غربت ژوند تېروي نو اوس وخت کې د دويي تعلقات خرابېدل ډېر په تاوان دي ورته او لا نور اقتصادي ستونزو سره مخ کېدۍ شي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button