نړۍ خبرونه

سعودي عربستان د سوډان جګړه کې د ښکېلو اړخونو تر منځ د خبرو کوربتوب کوي

د سوډان په جګړه کې د ښکېلو اړخونو تر منځ د اوربند له څو ځله ماتېدو وروسته، سعودي عربستان د شنبې پر ورځ د دوی تر منځ لومړی ځل د مخامخ خبرو کوربتوب کوي

د سعودي عربستان او امریکا متحدو ایالتونو په یوه ګډه اعلامیه کې له مذاکراتو مخکې د خبرو پیل کېدو هرکلی شوی دی. اعلامیه کې ویل شوي، د سوډان پوځ او د دې هېواد ملېشه ځواک (ار اېس ایف) تر منځ به په جده کې لیدنه وشي.

نور ولولئ: د سوډان په جګړه کې دواړو ښکېلو غاړو د اوو ورځو په اوربند هوکړه کړې ده

د یادونې وړ ده چې خبریالانو د جمعې پر ورځ هم د سوډان له پلازمېنې خرطوم نه د پرلپسې نښتو رپوټونه ورکړل

سوډان پوځ وايي چې د خبرو هدف د بشري مرستو موضوع ده، خو ار اېس ایف بیا په دې هکله تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د سوډان پوځ تائید کړې چې جدې ته یې د خبرو لپاره پلاوی استولی دی چې ملګرو ملتونو او د بشري مرستو برخه کې یې له ستونزو سره لاس او ګرېوان نورو خیریه بنسټونو غوښتنه کوله.

نور ولولئ: ملګري ملتونو؛ له سوډانه به ۸۰۰ زره خلک وتښتي

په دې هکله د سعودي او امریکا حکومتونو په مشترکه اعلامیه کې ویل شوي: ”له دواړو لوریو غوښتل شوي چې د سوډان او د دې هېواد خلکو ګټو ته په پام سره د اوربند او کړکېچ ختمولو لپاره خبرې وکړي، چې ورسره به د سوډانیانو ستونزې هوارې او په اغېزمنو سیمو کې به بشري مرستو ته لاسرسی شونی شي.”

په اعلامیه کې دغه راز د خبرو غځېدو هیله څرګنده شوې ده چې د سوډان ټول لوري پکې شامل شي

د نژدې درې اونیو په دې نښتو کې سلګونه کسان وژل شوي او تر اوسه پورې نژدې ۴۵۰ زره کسان د جګړې له کبله له کور او کلي تېښتې ته اړ شوي دي.

نور ولولئ: سوډان کې اوربند وغځول شو خو جګړه لا هم روانه ده

دا جګړه د سوډان پوځي مشر جنرال عدالفتاح البرهان او ار اېس ایف مشر جنرال محمد حمدان ډاګالو د ځواکونو تر منځ روانه ده چې د حمیدتي په نامه هم زیات شهرت لري.

د افغانستان د سرپرست حکومت د خارجه وزارت هم څه موده وړاندې له سوډان هېواده د خپلو اتباعو د را اېستلو اعلاميه خپره کړې وه. په اعلاميه کې راغلي وو چې په سوډان کې مېشت ۱۱۲ افغان وګړي په خوندي ډول سعودي عربستان ته انتقال شوي دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button