لوبې خبرونه

سعید اجمل: افغان ورو بالران یا توپ اچونکي ډېر ښه شوي دي

د پاکستان کرکټ لوبډلې لوبغاړی سعید اجمل

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخوانی ورو توپ اچونکی سعید اجمل هم د افغان لوبډلې د ورو توپ اچونې پیاوړتیا ومنله، هغه وایي اوس وخت کې هیڅ داسې لوبډله نشته چې دا ډول ورو توپ اچونکي دې ولري

له سریلانکا څخه د افغان لوبډلې بریا

سعید اجمل له سریلانکا څخه د افغان لوبډلې په بریا تبصرې کړې او په یاده لوبه کې یې د افغان لوبډلې توپ اچونه، ډګر ساتنه او توپ وهنه ستایلې ده او ورو توپ اچونکي یې بې ساري بللي دي. نوموړی وایي، د افغان لوبډلې ورو توپ اچونکي خورا پیاوړي دي، بله هیڅ لوبډله په دومره ښه ډول سپېنران نه لري او دې چارې افغان لوبډله قوي کړې او دوی کولی شي چې هره لوبډله ماته کړي

نور یی ولوله | د مجیب الرحمان د تېرې او نوې لوبډلې په اړه پوسټونه

نور یی ولوله | کوهلي: له خپلې خرابې کارکردګۍ نه وېره نلرم

تر دې وړاندې د سریلانکا لوبډلمشر داسن شانکا هم د افغان لوبډلې ستاینه کړې وه، هغه ویلي و چې د افغان لوبډلې د ورو توپ اچونکو ترڅنګ چټکه توپ اچونه هم د (خو) ځای نلري دوي ویلی وو چې دومره لږ افغانستان دومره روشت وکړ چې بل یو هېواد هم ونکړ

دوی بنګله دېش لوبډله له افغان لوبډلې کمزورې وګڼله او ویې ویل چې د افغان لوبډلې په څېر توپ اچونه نلري او موږ کولی شو چې هغوی مات کړو. افغانستان لدي وړاندې سریلنکا ته ډېره اوچت مارژن سره ماتې وکړه او دوي ېې هیران پانې کړل

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button