لوبې خبرونه

کوهلي: له خپلې خرابې کارکردګۍ نه وېره نلرم

د هند د کرکټ ټیم

د هند کرکټ لوبډلې مخکښ توپ وهونکي ویرات کوهلي ویلي دي چې په خپله لوبه ښه پوهیږي، که مې وړتیا نه درلودای، نو په نړیوال کرکټ کې به دومره مخکې نه وای تللی

ویرات کوهلي یوه سلیزه هم نه ده وهلې

دغه هندي توپ وهونکي له رسنيو سره د خبرو پر مهال ویلي دي، چې د خپلې کارکردګۍ په برخه کې چې له کومو بدو ورځو نه تېرېږي، وېره ترې نه لري او یو ځل چې فارم ته راشي بیا پوهېږي چې څه ډول لوبه وکړي. د یادولو وړ ده چې ویرات کوهلي په تیرو درېیو کلونو کې د نړیوال کرکټ په هیڅ فارمیټ کې سلیزه نه ده وهلې او د کرکټ شنونکي د هغه د فارم په اړه څرګندونې کړي دي

نور یی ولوله | د پاکستان یو بل لوبغاړی هم ټپی شوی دی

نور یی ولوله | اسیا جام کې چا ډېرې شپږیزي وهلی؟

نوموړي په ښکاره ډول وویل، چې په ۲۰۱۴ کال کې یې د انګلستان د سفر پر مهال تخنیکي ستونزه لرله، خو اوس یې په توپ وهنه کې کومه ستونزه نشته، چې په هغې کار وکړي.نومووړی هر وخت د هند لپاره ښه لوبه کړې ده او هڅه کوي چې هند لپاره ویاړونه راوړي

دغه ۳۳ کلن ستوري کرکټ لوبغاړي ویلي، چې د ده لپاره تجربې ډېرې سپېڅلې دي، له خپلو تجربو څخه زده کړه کوي، په کیریر کې ښکته او پورته راځي، نو هغه وېره نلري بلکې زده کړه ترې کوي.او پا اینده کې به لا ښه ځلیږي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button