لوبې

سلمان بټ: د آی پي ایل او پي ایس ایل پرتله کول هیڅ مانا نلري

له کله راهیسې چې د پاکستان سوپر لیګ (آی پي ایل) معرفي شوی، له هماغه راهیسې دا لیګ د هند پریمیر لیګ (آی پي ایل ) سره پرتله کیږي.

خو د پاکستان پخواني لوبډلمشر سلمان بټ ویلي دي چې د دواړو لیګونو پرتله کول بې معنی دي. هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې مبصر ساوت پاو د پاکستان سوپر لیګ ښه لیګ وباله او په لږو مصارفو یې کارکردګي غوره وګڼله.

سلمان بټ بیا دا نظر رد کړ او وایي چې له لوبغاړو سره دښمني او یا د آی پي ایل په څېر د لیګ غوښتل کېدل بې ګټې دي او تر شا یې هېڅ منطق نشته، ښه ده چې ارام واوسو او د یو بل حدود وساتو.

نور یی ولوله | د اسلامي امارت ځواکونو ته حقاني؛ د بخښنې له فرمان څخه سرغړونه مه کوئ

هغه زیاته کړه، زه فکر کوم چې دواړه لیګونه د خپلو لوبغاړو ښه پاملرنه کوي او هیچا د پي ایس ایل په اړه شکایت نه دی کړی. پي ایس ایل اویا سلنه معاش دمخه ورکوي چې په دې کې د نیکۍ هیڅ کمی نشته.

د ویلو ده چې سلمان بټ په ۲۰۰۸ کال د هند پریمیر لیګ کې د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې استازیتوب کړی و او دا یوازینی او اخری ځل و چې پاکستاني لوبغاړو په آی پي ایل کې ګډون درلود او له هغې وروسته پرې بندیز ولګېده.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button