هنر او ادب

سلمان خان په اړه جالب خبر؟

سلمان خان، چې دوه لسیزې یې پر بالیووډ بادشاهي کړې ده، په سعودي عربستان کې د کال د غوره شخصیت جایزه ورکړل شوه. سلمان خان په ریاض کې د (جوی ایوارډونو) د مراسمو هغه عکس د ټولنیزې رسنۍ انسټاګرام له لارې خپور کړی، چې پکې هغه ته دا جایزه ورکول کیږي.

سلمان خان په سرلیک کې لیکلي، چې ناصر وروره، ستا په لیدو خوښ شوم او د سلمان خان تصویر ته د هغه مینه والو د مبارکۍ پیغامونه په تبصره کې لیکلي او په سعودي عربستان کې د سلمان خان د شهرت په لیدلو ډېر خوشحاله شول.

نور یی ولوله | نواز الدین صدیقي خپل خوب په حقیقت بدل کړ

تر دې وړاندې د سلمان خان د مراسمو یوه ویډیو هم خپره شوې وه، چې پکې نوموړی خپل ځان امریکايي اداکار جان ټراولټا ته معرفي کوي، سلمان خان وايي چې د هندي فلمي صنعت سره اړیکه لرم او زما نوم سلمان خان دی.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د سلمان خان دغه چلند عاجزانه بللی او د اداکار ستاینه یې کړې ده. سلمان خان تېره کال په دسمبر کې سعودي ته تللې و، چې هلته ورته یو زیات شمېر مینه وال راغونډ شوي و.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button