Uncategorized

سلوانیا فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژاند

د سلوانیا پارلمان د فلسطین په رسمیت پېژندلو ته رایه ورکړه او د فلسطین بیرغ یې په ډیپلوماټیکو سیمو کې پورته کړ

هاخوا د نړۍ ګڼو هېوادونو او سازمانونو په غزه کې د اسرائیلو وحشتونه غندلي او ورځ تر بلې د صهیونیستي رژیم پر وړاندې د اعتراض او غندنې لړۍ پراخېږي.

د ناروې، ایرلنډ او اسپانیا له خوا د یو خپلواک هېواد په توګه د فلسطین د رسمیت پېژندنې په لړ کې اوس سلوانیا هم دغه هېواد په رسمیت وپېژاند.

اسوشیټېډپرېس راپور ورکړی چې د دغه هېواد پارلمان سې‌‌شنبه د جون پر ۴مه د رایو له اکثریت وروسته د یو خپلواک هېواد په توګه د فلسطین رسمیت پېژندنه تصویب کړې ده.

هېڅ مخالفه رایه نه وه

د سلوانیا د پارلمان استازو دا موضوع په ۵۲ منلو او هېڅ مخالفو رایو تصویب کړې ده.

بل خوا د سلوانیا د بهرنیو چارو وزیرې تانیا فاجون په اېکس‌پاڼه کې ویلي: «د فلسطین ګران ولسه، د سلوانیا د نن ورځې وروستۍ پرېکړه د سولې او هیلې پیغام دی.»

هغې زیاته کړې چې هېواد به یې د فلسطینیانو او اسرائیل د امنیت لپاره نه ستړي کیدونکې هلې ځلې وکړي.

نور ولولئ: د فلسطیني ټپي ماشومانو ۱۶مه جوپه د درملنې په موخه متحده عربي اماراتو ته ولېږدول شوه

نور ولولئ: د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلي: فلسطین دې ددې سازمان غړی شي

د یادونې ده چې د سلوانیا پارلمان ۹۰ غړي لري او د پارلمان پاتې غړي د رایې ورکولو پرمهال حاضر نه وو.

د دغه هېواد دولت تېره اوونۍ د فلسطين د رسميت پېژندنې طرحه تصويب کړه او دا طرحه يې د وروستي تصويب لپاره پارلمان ته واستوله.

د سلوانیا دا پرېکړه څو ورځې وروسته تر دې کېږي چې اسپانیا، ناروې او ایرلنډ د فلسطین دولت په رسمیت وپېژاند.

afghan (10)
د فلسطین بیرغ

په غزه کې د اسرائیلو وحشتونه

اسرائیلو سره له دې چې په غزه کې یې عام قتل وکړ او لا هم روان دی، د سلوانیا ددې پرېکړې پر وړاندې یې کلک غبرګون ښودلی دی.

پرون چهارشنبه د فلسطین عامې روغتیا وزارت وویل چې په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې تر دې مهاله ۱۵۴۸۲ ماشومان شهیدان شوي دي.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر جوبایډن هم د اسرائیلو پر صدراعظم بینیامین نتنیاهو غږ وکړ چې د امریکا په څېر په ناڅاپي جګړو کې ځان ښکېل نه کړي.

د نړیوالې محکمې، بشري حقونو د بنسټونو، ملګرو ملتونو سازمان او نورو سازمانونو بار، بار په غزه او رفح کې د اسرائیلو د صهیونیستي رژیم بریدونه غندلي دي.

خو اسرائیل بیا خپل جګړیز سیاست ته دوام ورکوي او اوربند ته غاړه نږدي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button