نړیوال خبرونه

د شانګهای غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د سولې ټینګښت خپل لومړیتوب وباله

د شانګهای همکاریو سازمان په غونډه کې د ازبکستان ولسمشر په افغانستان کې سوله او ثبات د دې سازمان له لومړیتوبونو څخه ګڼي.

ورته مهال د ایران ولسمشر په‌دې ناسته کې په افغانستان کې د یو ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کوي او بل لور ته، د پاکستان لومړی وزیر زیاتوي چې په ټولو په ځانګړې توګه د پوهنې، روغتیا او بشري حقونو په برخو کې باید د افغانانو د وضعیت د ښه کېدو لپاره د افغان ولس ملاتړ وشي. په‌دې غونډه کې د ازبکستان ولسمشر او د دغه سازمان دوره‌يي مشر په افغانستان کې د سولې رامنځ‌ته کېدل او د ټولنیز او اقتصادي وضعیت له ښه کېدو ملاتړ د دغه سازمان له لومړیتوبونو ګڼي.

د شنګهايي غونډه

د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وايي: «موږ د ښځو او ماشومانو د حقونو په ګډون د هغو نړيوالو ژمنو د عملي کېدو په تړاو چې تر دې وړاندې د افغانستان  لنډمهالي حکومت منلې دي، له کابل سره د رغنده اړیکو د پراختیا پلوي یو.»

ښاغلی میرضیایف د بندیزونو د لګولو او د افغانستان د سرپرست حکومت د انزوا سیاست په افغانستان کې دننه د افراط پالنې د زیاتېدو لامل بولي او وایي،چې دغه کار به افغانستان د ترهګریزو سازمانونو د فعالیت پر مرکز بدل کړي. 

بل خوا په دې غونډه کې یو شمېر ګاونډي هېوادونه هم د افغانستان د اوسني کړکیچ حل لاره د ټولو قومونو په ګدون د یوه ټول ګډونه حکومت په جوړېدو کې بولي او ټینګار یې دا دی چې له دې پرته بله لار نه‌شته..

نور یی ولوله | د ازبکستان په سمرقند کې د شانګهای همکاریو سازمان د غونډې پیل شو

نور یی ولوله | یونیسیف: بریټانیه له افغانستان سره ۲۴ مېلیون پونډه مرسته کوي

شنګهايي کنفرانس

د ایران ولسمشر  ابراهیم رییسي وايي: «د ایران اسلامي جمهوریت په‌دې باور دی چې په افغانستان کې د تل‌پاتې سولې لپاره د ټول شموله حکومت له رامنځته کېدو پرته بله حل لاره نه‌شته چې د ټولو توکمیزو او مذهبي ډلو په ګډون باید له واقعي بین الافغاني خبرو اترو څخه کار واخیستل شي، د افغانستان او سوریې له تجربو باید عبرت واخیستل شي.

له ترهګرۍ سره د مبارزې د سیمه ییزې ادارې مدیر روسلان میرضیایف وايي: «د متحدانو له هڅو سره سره، په افغانستان کې وضعیت ترینګلی دی او د پراخو ترهګریزو بریدونو احتمال شته. د دغو ګواښونو د شنډولو لپاره موږ د افغانسان پروړاندې یوې سټراټېزېکې طرحې ته اړتیا لرو. د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي: «موږ باید په ګډه کار وکړو او په ټولو برخو په ځانګړې توګه د ښوونې، روغتیا او بشري حقونو په برخه کې د افغانانو د وضعیت د ښه کېدو لپاره له ټولو نوښتونو ملاتړ وکړو. که دا ځل افغانستان له پامه وغورځوو، دا به یوه لویه تېروتنه وي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button