سات تيري

سنجی دت د دوبی ١٠ کلنه ګولډن ویزه ترلاسه کړه

سنجی دت د دوبی ١٠ کلنه ګولډن ویزا ترلاسه کړه. د هندي فلمونو مشهور اداکار یا هنرمند سنجی دت د متحده عربي اماراتو ګولډن ویزا ترلاسه کړه.نوموړي دا ویزه د متحده عربي اماراتو د نوې پالیسي پر بنسټ ترلاسه کړه.

د بالیووډ د بابا په نوم مشهور اداکار سنجی دت د متحده عربي اماراتو له لورې ونازول شو، چې په اړه یې نوموړي پر ټولنیزه رسنۍ خبر خپور کړی او له یاد حکومت څخه مننه کړې.سنجی دت خپل پوسټ کې لیکلي دي چې د اماراتو د حکومت له لورې د ګولډن ویزې ترلاسه کول ورته د ویاړ خبره ده او ترڅنګ یې د اماراتو له حکومت او د کورنیو چارو د وزارت له عمومي رییس څخه مننه کړې.

fb img 1622102231204

دغه راز نوموړي د دوبۍ د الوتنې د اجراییوي رییس حماد عبیدالله له ملاټر کولو څخه هم مننه کړې.د یادولو وړ ده چې متحده عربي اماراتو هغه پانګوالو او سوداګرو ته د اوږدې ویز یا ګولډن ویزه ورکوي چې دې هیواد کې سوداګري کوي او د لسو کلونو لپاره به د اوسیدو جواز ولري.

دغه راز تېر کال یې د ډاکترانو او ساینسپوهانو لپاره هم د یادې ویزې د ورکولو اعلان کړی و او اوس یې دادی د بالیووډ اداکار یا هنرمند ته هم ګولډن ویزه ورکړه.د دې نه وړاندې هم د عربي اماراتو حکومت ډېرو وګړو ته دا ویزې ورکړي دي.

هېره دې نه وي چې د دې نه وړاندې د دوبی حکومت دوه یا درې کلنې ویزې لیبرانو او خاص خلکو ته ورکولې خو اوسمهال ېې د ځینو خاصو اشخاصو ته د ګولډن ویزې اعلان کړی چې له مخې به ېې خاص خلک د لس کلنو ویزو څخه مستفید شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button