نړیوال خبرونه

سنجی منجریکر د کوهلي په اړه څه ویلي ؟

د هند کرکټ لوبډلې پخوانی لوبغاړی سنجی منجریکر په دې اند دی، چې ویرات کوهلي دا مهال په ځان ډېر باوري شوی، هغه چې له یوې میاشتې وروسته بېرته لوبډلې ته راستون شوی نو ډېر پیاوړی ښکاري.

سنجی منجریکر

منجریکر وایي، کوهلي چې په کوم ځواک او پیاوړتیا سره لوبه کوله هغه ځواک اوس پکې بیا راپیدا شوی. هغه د کوهلي توپ وهنه د هند لپاره ښه زیری ګڼي او وایي کوهلي چې په دې وروستیو کې څه ډول توپ وهنه کړې، نه یوازې منډې یې جوړې کړي بلکې توپ وهنه یې هم ښه شوې ده.

نور یی ولوله | د رسنیو د کمیسیون غونډه

نور یی ولوله | د بهرنیو چارو وزارت سساسي معین: پاکستان دې د زمونږ داخلي چارو کې مداخله نه کوي

سنجی د کوهلي په اړه

نوموړی وایي، په کوهلي کې د ځواک لوبه بیا راپیدا شوې، هغه د بونډریو لپاره ښه توپونه انتخابوي او دا ټول د هغه باور په سبب ده چې کوهلي یې په ځان لري، که څه هم هغه په ځان باور بایللی و خو اوس یې دا باور ډېر پوخ ښکاري.

منجریکر د بونیشور کمار خرابې توپ اچونې په اړه وایي، هغه د هند تجربه لرونکی لوبغاړی دی، خو په پرلپسې ډول کرکټ کوي او فارم ته د راتګ هڅه کوي او ډېر اندیښمن ښکاري ځکه په هره لوبه کې لوبېدلی دی.

د یادونې وړ ده چې کوهلي په دې وروستیو په ډېر ښه ډول سره لوبېږي چې هندي مینه وال هم ورته زیات خوشحاله دی، خو بونیشور کمار په دې وروستیو بېخي خراب تمام شوی دی چې مینه وال یې خپه کړي دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button