نړیوال خبرونه

سوډان کې وروستي بریدونه؛ کېدای شي دغو بریدونو کې د اوکراین لاس وي

سي این این خبري شبکه وايي، کېدای شي سوډان کې د واګنر پر ګروپ وروستیو بریدونو کې اوکراین لاس ولري

خو د اوکراین ځینې چارواکو دا خبره رد کړي او وايي چې دا کار د غیر سوډاني جنګیاليو دی او موږ په دې کې ښکېل نه یوو.

دغه بریدونه ښایي د دې لپاره شوي وي چې په اوکراین کې جګړه د اوکراین او روسیې له پولو پورې وغځيږي.

له سي اين اين سره په مرکه کې د اوکراین یوې پوځي سرچینې دغه بریدونه د “غیر سوډاني عسکرو” کار وباله.

له بلې خوا ددغه بریدونو منل

بل لورته د اوکراین ځینې چارواکي په دې بریدونو کې لاس لرل نه ردوي او وايي، کېدای شي، په کې د اوکراین ځانګړې ځواکونه ښکېل اوسي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې کییف ښايي د دغو بریدونو تر شا لاس ولري، دغې سرچینې یوازې دومره وویل چې «ښايي د اوکراین ځانګړي ځواکونه د دغو بریدونو مسوول وي.»

نور ولولئ: د سوډان کورني جنګ کې اسمانڅکي ودانۍ سوزېدلي

په دغو عملیاتو کې د چټک ملاتړ ځواکونو “آر ایس ایف” په وسله والو باندې یو لړ بریدونه شوي، هغه ډله چې د واګنر له لوري یې ملاتړ کیږي. دغه وسله واله ډله د سوډان له پوځ سره د دغه هېواد د بشپړ مهارولو لپاره په جګړه بوخته ده.

خپرې شوې ویډیوګانې څه وايي؟

سي اين اين ویلي چې دوی په خپلواکه توګه د بریدونو په دې لړۍ کې د اوکراین د ښکېلتیا پخلی نه شي کولای، خو د دې شبکې له لوري په ترلاسه شویو ویډیوګانو کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو نښې نښانې ښيي.

دغې شبکې په خپل راپور کې ویلي، دوه سوداګریزې بې پیلوټه الوتکې چې په پراخه کچه د اوکراینیانو له لوري کارول کېږي، لږ تر لږه په اتو هوايي بریدونو کې ښکېلې وې او د دغو بې پیلوټه الوتکو په کنټرولر کې د اوکراین لیکلی متن لیدل کېږي.

نور ولولئ: ملګرو ملتونه: سوډان کې د پراخې کورنۍ جګړې امکان ډېر دی

کارپوهانو هم ویلي چې په دغو بریدونو کې کارول شوی تاکتیک ښيي، چې بې پیلوټه الوتکې نیغ په نیغه د موخې په لوري الووځي چې دا په سوډان او ټوله افریقايي سیمه کې په هوایي بریدونو کې نوی تاکتیک بریښي.

بل لورته روسیه د واګنر ګروپ پر مټ اوکراین کې تر ټولو سخته جګړې مخکې یوړې او دې ډلې ته د امتیاز په خاطر یې هغوی ته هغه ملګري له زندانونو خوشي کړل چې په بېلابېلو جرمونو کې ښکېل بلل کېدل.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button