نړیوال خبرونه

سویلي افریقا، یوې ودانۍ کې د اور لګېدنې له امله له ۶۰ ډېر کسان وژل شوي

په سویلي افریقا کې د اور لګېدنې له امله په یوه ودانۍ کې تر شپېتو زیات کسان مړه شوي او لا هم د مړو شمېر زیاتېږي

سویلي افریقا کې ځايي چارواکي وايي، د جوهانسبرګ ښار اپارتمانونو په یوه بلاک کې د اور لګېدو له کبله لږ تر لږه ۶۳ کسان وژل شوي دي.

چارواکي وايي، پېښه کې له ۴۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي. جوهانسبرګ کې چارواکي وايي، تر اوسه څرګنده نه ده، چې د ښار مرکزي برخې دې پنځه پوړیزه ودانۍ کې له څه کبله اور لګېدلی.

د ژغورنې ټیمونو ځینې کسان ژغورلي دي

د ځايي اطفائې یوه ویاند رابرټ مولایودزي ته وویل، مرستندویانو وکولای شول، د ودانۍ ځینې اوسېدونکي روغ، رمټ بهر ته راوباسي.

نوموړی زیاتوي د اور لمبو ودانۍ سوځولې او په خبره یې د پېښې ښکار شویو کسانو لټون روان دی.

نور ولولئ:  ترکیه او سوریه یو ځل بیا د ۶.۳ درجې زلزلې ولړزوله

پر خواله رسنۍ‍ ایکس چې مخکې ټویټر نومېده، د ښاغلي مولایودزي لخوا یوه ویډیو خپره شوې، چې د سوځېدلې ودانۍ مخې ته پکې د اطفائې ګاډي او امبولانسونه ښکاري.

په تصویرونو کې د ودانۍ مخې ته د پرتو مړیو کتار هم لیدل کېږي.

دغه ودانۍ پر اقتصادي چارو مشهوره وه

دا ودانۍ د ښار په هغه برخه کې موقعیت لري، چې یو مهال د سویلي افریقا دې سوداګریز مرکز کې د اقتصادي چارو لپاره مشهوره وه. دې ودانۍ ته به د سوداګریز کاروبار او راکړې ورکړې په خاطر ګڼ بهرني سوداګر هم ورتلل، خو وروسته بیا دغه ودانۍ د غیر رسمي استوګنځي په توګه کارول کېږي چې نن په کې اور ولګېده او ګڼه کسان یې مړه او ټپیان کړل.

چارواکي وايي، ددې اور لګېدنې په اړه لا ډېرو څېړنو ته اړتیا ده تر څو معلومه شي چې دا اور ولې لګېدلی او لاملونه یې څه دي، خو دوی وايي چې اوس حالت بېړنی دی او باید خلک له دغه افت څخه وژغورل شي. دا اور داسې مهال لګېږي او په ودانۍ کې خورېږي چې په ودانۍ کې د ننه کسانو دا توان او وخت نه و پیدا کړی چې له ودانۍ څخه د باندې راووځي او ځانونه وژغوري.

نور ولولئ: په امریکا کې د ماشومانو په ګډون ۱۳ کسان اور لګېدنه کې مړه شوي

وداني اوس هم د ژغورونکو ټیمونو تر کار لاندې ده او خلک راایستل کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button