سياسي کارپوهان د يوه مدون اساسي قانون جوړول د حکومتونو د دوام لپاره يوه اړتيا بولي
اسلامي امارت په تېرو نږدې دوو کلونو کې نه دی بريالی شوی چې يو مدون اساسي قانون رامنځته کړي دا په داسې حال کې ده چې سياسي کارپوهان اساسي قانون د وخت يوه اړتيا بولي
انسان له پيدايښت سره د ژوند ضابطې او قانون ته اړه درلوده، تر هر څه وړاندې آسماني قوانينو دا خلا ډکه کړه او د آدم عليه السلام له صحيفو نه پر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم باندې د قرآن کريم تر نازلېدو پورې دا سلسله را روانه وه او بشر دې خدايي لارښوونو سمې لارې ته سم کړ.
وضعي قوانين هم ډېر لرغوني دي، لومړنیو انساني ټولنو په بېلابېلو هېوادونو کې د خپل ژوند د تنظيم لپاره شفاهي مقررات ټاکل او بيا دې مقرراتو ليکلې بڼه غوره کړه او د خلکو ژوند يې تأمين کړ.
په افغانستان کې هم ناليکلي مقررات ډېر لرغوني دي چې د زرګونو کلونو د تجربو په ترڅ کې رامنځته شوي او د خلکو ژوند يې تأمين کړی چې موږ يې د افغاني عنعنې په نامه پېژنو، د اسلام سپيڅلی دين چې څه باندې څوارلس سوه کاله وړاندې افغانستان ته راغی د دې هېواد د خلکو عقيدوي او ټولنيز ژوند يې تنظيم کړ.
نور ولولئ: پخوانی چارواکی عمر زاخیلوال وایي اساسي قانون او ولسي ملاتړ د حکومت مهمې اړتیاوې دي
په ۱۹۱۹ ميلادي کال کې د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ تر ترلاسه کېدلو وروسته د نړۍ د مدني او اساسي قوانينو مخه هم دلته را خلاصه شوه او د افغاني عنعنې او اسلامي احکامو له ارزښتونو سره سم د افغانستان د لومړني اساسي قانون د جوړولو لپاره هم اقدام وشو.
د افغانستان لومړنی اساسي قانون چې اساسي نظامنامه يې بلله په په ۱۳۰۱ لمريز کال ترتيب او تصويب شو.
له لومړني اساسي قانون وروسته نور اساسي قوانين هم جوړ شول
دويم اساسي قانون د اعليحضرت محمد نادر شاه په زمانه کې په ۱۳۱۰ لمريز کال کې د اساسي نظامنامې تر نامه لاندې تنظيم شو چې ۱۱۰ مادې يې درلودې.
په ۱۳۴۳ لمريز کال کې د نويو شرايطو په رڼا کې د افغانستان دريم اساسي قانون جوړ شو چې ۱۲۸ مادې يې درلودې.
څلورم اساسي قانون د محمد داود خان د جمهوري دورې اساسي قانون و چې په ۱۳۵۵ لمريز کال نافذ شو او ۱۳۶ مادې يې درلودې.
پنځم اساسي قانون د ډاکټر نجيبالله په وخت کې په ۱۳۶۶ لمريز کال کې په ۱۴۹ مادو کې رامنځته شو.
وروستی اساسي قانون چې د طالبانو په راتګ لغو شو په ۱۳۸۲ لمريز کال کې جوړ شو چې ۱۶۲ مادې يې لرلې.
طالبان هم اساسي قانون مني او وايي چې په جوړولو يې کار کوو خو په واقعيت کې داسې څه نه ښکاري او د دوی په تېر امارت کې هم تر پايه اساسي قانون جوړ نه شو. سره له دې چې دوی له خپل راتګ سره سم اعلان وکړ چې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د دورې له اساسي قانونه پیروي کوي خو په عمل کې دا چار هم ونه لیدل شوه.