نړیوال خبرونه

سپینه ماڼۍ اسرائیلو ته د توغندیو ضد پرمختللی تاد سیسټم ورکوي

امریکا منلي ده چې اسرائیلو ته به د توغندیو ضد پرمختللی تاد سیسټم ورکوي

د امریکا دفاع وزارت ‘پنټاګون’ منلې چې د امریکا حکومت په موقت ډول اسرائیلو ته د تاد په نوم د توغندیو ضد دفاعي سیستم ورکولو پرېکړه کړې چې بالتسیک توغندي ‌پرې شنډ کړي.

د پنټاګون د خبرپاڼې له مخې، د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن د جو بایډن په امر اسرائیلو ته د تاد توغندیو ضد دفاعي سیسټم او ورسره امریکايي پرسونل د لېږلو اجازه ورکړې چې د ایران له بې‌ساري بریدونو وروسته د دغه هېواد هوايي دفاع پیاوړي کړي.

دا سیستم د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره ورکول کېږي

دا د توغندیو ضد دفاعي سیستم د بالستیک توغندیو او د ایران د احتمالي بریدونو پر وړاندې د اسرائیلو د دفاعي سیستم د پیاوړتیا لپاره د یوې وسیلې په توګه یاد شوی دی.

afghan 2024 10 13t230941.910

امریکا تر دې مخکې یو ځل د اکټوبر د اومې له بریدونو وروسته او یو ځل په ۲۰۱۹ کال کې د پوځي تمرینونو په ترڅ کې سیمې ته د توغندیو ضد دفاعي سیستم استولی دی.

تاد د متحده ایالاتو د پوځ یو له خورا پرمختللو توغندیو ضد دفاعي سیسټمونو دی چې فضا کې د ننه او بهر خپل هدفونه په نښه کولی شي.

نور ولولئ: بې شپه ناوخته ایران پر اسرائیلو تر ۲۰۰ ډېر توغندي وتوغول

نور ولولئ: د ایران د پارلمان رئیس: پر اسراییل برید ‘غاښ ماتوونکی ځواب’ دی

د دغه نظام د فعاليت او کارنده کېدو لپاره په اسرائيلو کې د امريکايي کارپوهانو شتون ته اړتيا ده.

اسرائیلو ته د دغه سیستم د استولو د خبر خپرېدل د ایراني چارواکو له غبرګون سره مخ شوي دي.

د خپلو ځواکونو ځای پر ځای کول

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي (یکشنبه، اکتوبر ۱۳) په انګلیسي ژبه پر اېکس د تاد د توغندیو ضد سیسټم د نوم له اخیستو پرته لیکلي: “امریکا چې اسرائیلو ته په بې‌ساري ډول وسلې ورکړې دي، اوس هم په اسرائیلو کې د امریکايي توغندیو د سیستم د عملي کولو لپاره خپل ځواکونه ځای پر ځای کوي چې د خپلو سرتېرو ژوند له خطر سره مخامخ کړي”.

غزه کې د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت وايي، له تېرې شپې راهیسې تر اوسه د غزې په شمال او مرکزي سیمو د اسرائیلو بمباریو کې لږ تر لږه ۲۹ تنه وژل شوي.

رویټرز خبري اژانس پخپل رپوټ کې د روغتیايي سرچینو په حواله ویلي، ۲۹ تنه هغه مهال ووژل شول چې د اسرائیلو پوځ د شنبې پر ورځ او بیا بیګا شپې د غزې پر مرکزي او شمالي سیمو بمبارۍ وکړې.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button