افغانستاننړۍ

سیګار: امریکا د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان سره ۸۸۵ میلیونه ډالره مرستې کړې

سیګار په تازه راپور کې وايي چې واشنګټن د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان سره ۸۸۵ میلیونه ډالره مرستې کړې دي

پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو شاوخوا درې کاله تېرېږي، همهاله له دوی سره د امریکا په ګډون اروپايي ټولنه، متحده عربي امارات، جاپان او نور هېوادونه مرستې کوي.

د سیګار ادارې او نورو بنسټونو بار، بار ویلي چې طالبانو د بهرنیو مرسته کوونکو او خیریه بنسټونو په کارونو کې مداخله کوي او د مرستو په لېستونو کې خپل جنګیالي ځای پر ځای کوي، خو طالبان وايي چې دوی د نړیوالو موسساتو په کارونو کې مداخله نه ده کړي.

د طالبانو تر حاکمیت لاندې د امریکا مرسته

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره یا سیګار وايي چې امریکا د روان کال له پیله تر دې دمه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره ۸۸۵ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

دغې ادارې شنبه د لړم پر ۱۹مه، د اېکس‌پاڼې له لارې په یو خپاره کړي بیان کې لیکلي چې دا پيسې افغانستان ته د بشري مرستو د وړاندې کولو په موخه ورکړل شوې دي.

نور ولولئ: سیګار: واشنګټن د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره ۱۷ میلیارد ډالره مرسته کړې

نور ولولئ: سیګار: امریکار د طالبانو په حاکمیت کې له افغانانو سره ۳۰۰ میلیون ډالر بشري مرسته کړې

د سیګار په وینا، امریکا د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ترټولو ستر تمویلونکی دی.

د راپور پر بنسټ، امریکا په تېرو درېیو کلونو کې افغانستان او افغان کډوالو ته ۲۱.۰۶ میلیارده ډالر ځانکړي کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پیسو ۳.۳۳ میلیارده ډالره په افغانستان کې د بشري او پراختیايي مرستو لپاره ورکړل شوي دي.

همداراز د افغانستان د بشرپاله مرستو صندوق ته ۳.۵ میلیارده ډالر لېږدول شوي دي.

دغه مرستې نورې چېرته لګېدلي؟

د دې ترڅنګ، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د پخوانیو همکارانو د لېږد لپاره ۸.۷ میلیارده ډالر او همداراز ۵.۵۳ میلیارده ډالر د هغوی بیامېشتېدو لپاره ځانکړي شوي دي.

که څه هم امریکا طالبان په رسمیت نه پیژني، خو په تېرو درېیو کلونو کې یې د دغې ډلې تر واک لاندې افغانستان سره د بشري مرستو په نوم ملیاردونه ډالره مرسته کړې ده.

له دې مخکې سیګار ویلي و چې د دې مرستو ډېره برخه د طالب چارواکو جیبونو ته ځي.

بلخوا د یادو موسساتو ځایي کارکوونکو او کره سرچینو هم ویلي چې طالبان ددوی په کارونو کې نېغه مداخله کوي. دوی زیاتوي، د طالبانو مداخله د کارونو پر وخت نه ترسره کېدو او ستونزو پیدا کېدو لامل شوي ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button