کورني خبرونهنړیوال خبرونه

سیګار: طالبانو په ۲۰۲۳ کې سیاسي ګوندونه لغوه او ۱۶۰۰ بشري سرغړونې یې کړي

سیګار وايي، طالبانو په ۲۰۲۳ کال کې سیاسي ګوندونه لغونه او ۱۶۰۰ بشري سرغړونې یې کړي دي

سیګار په دې وروستي راپور کې وايي چې طالبانو واک انحصار کړی او هر څه په خپل زړه کوي. په دې راپور کې راغلي چې عبدالحکیم شرعي د سیاسي ګوندونو موجودیت د اسلامي شریعت خلاف بولي، خو په اصل کې دوی ولس نه دي منلي او نه هم ورسره همکاري لري.

سیګار زیاتوي چې طالبان نه د افغانستان په ګټه دي او نه هم دوی د ملت ګټو ته کار کوي.

په جمهوري دوره کې د سیاسي ګوندونو موجودیت

د افغانستان اسلامي جمهوریت په دوره کې تر ۱۴۰ ډېر سیاسي ګوندونه ثبت وو او په دې هېواد کې یې د فعالیت جواز درلود، خو د طالبانو عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي دغه ګوندونه د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې لغوه اعلان کړل او د دوی فعالیت یې له شریعت سره په ټکر کې وباله.

نور ولولئ:ملګري ملتونه او بشر حقونه: طالبان دې د ښځو پر وړاندې تبعیضي چلند بس کړي

نور ولولئ: امريکا کې بشري حقونه د امريکايانو لپاره سرخوږی ګرځېدلي

د طالبانو دغه عمل ته د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیا هغه وخت غبرګون وښود او ویې ویل چې په اسلامي شریعت کې د سیاسي ګوندونو فعالیت هېڅ ستونزه نه لري.

پر ۱۶۰۰ بشري سرغړونو د طالبانو تورنېدل

سیګار په خپل راپور کې زیاتوي چې په سپتمبر کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) یو راپور خپور کړ چې د ۲۰۲۲  کال د جنورۍ او ۲۰۲۳ تر جولای پورې د طالبانو د جنګیالیو او د استخباراتو د عمومي ریاست لخوا د افرادو د نیولو او توقیف په اړه د بشري حقونو څخه د سرغړونې ۱۶۰۰ پیښې ثبت شوې دي.

په دې پېښو کې د شکنجې او نورو ظالمانه، غیر انساني او سپکاوي عملونه شامل دي. د ۱۶۰۰ سرغړونو څخه، ۲۵۹ پېښې د فزیکي ربړونې لکه د تربتولو، له چت څخه د ځوړندولو او بریښنايي شاکونه او نور د موارد د رواني رنځ لامل شوي، په شمول د توقیف یا د هغوی د کورنۍ د وژلو ګواښونه، سترګې پټول، او د وخت محدودول یا اوږدیدل؛ د طالبانو په زندان کې ۱۸ تنه ووژل شول او ۱۹  کسان په ګوښه بند کې ساتل شوي، یو یې د ۵۰ ورځو لپاره.

د یادونې وړ ده چې افغانستان کې له یاد شوي شمېر زیاتې پېښې ثبت شوي دي او ډېری داسې قربانیان شته چې له نړیوالو ادارو او بشري حقوقو له بنسټونو پټ ساتل شوي یا د موجود تهدید له امله ورسره شوی چلند نه شي ښودلی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button