ژوند او ټولنه

سیګار وايي، په انجیوګانو کې پر ښځو د طالبانو بندیز د نجونو لومړنۍ زده کړې اغېزمنې کړي

په انجیوګانو کې د ښځو پر کار بندیز نجونې له لومړنیو زده کړو بې برخې کړي دي

د افغانستان پر بیارغونه د امریکا ځانګړې څار-ادارې، سیګار، ویلي چې په انجیوګانو کې د طالبانو لخوا د ښځو پر کار د لګېدلي بندیز له امله هغه نجونې له زدکړو بې برخې شوې، چې د امریکا د پرمختیايي ادارې په ملاتړ یې په پوهنیزو مرکزونو کې زدکړې کولې.

نور ولولئ: سیګار وايي، طالبان د موسساتو‌ ادارو په چارو کې مداخله کوي

د سیګار په وینا، که څه هم د طالبانو حکومت تر شپږم ټولګي پورې نجونو ته د زدکړو رسمي اجازه ورکړې، خو دا چې په ځینو ولایتونو کې یې انجیوګانو ته ویلي چې خپل پوهنیز پروګرامونه باید د دوی د پوهنې وزارت ته وسپاري، له امله یې لوی شمېر نجونې آن له لومړنیو زدکړو هم بې برخې شوې دي.

یو ایس ای ډي له ښوونکو سره هم مرسته کوله

سیګار وايي، د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې (یو، اېس، ای، ډي) له ښوونځي بهر نجونو ته دا فرصت برابر کړی وو چې وکولی شي تر شپږم ټولګي پورې زدکړې وکړي. د دې بنسټ ښوونیز پروګرامونه د نجونو د ځواکمنولو سربېره، د لېرې پرتو سیمو ښوونکو سره هم مرسته کوله چې د تدریس اړین مهارتونه زده کړي، خو اوس په نادولتي بنسټونو کې د ښځو د کار له ممنوعیت سره دغه ښوونیز پروګرامونه هم بند شوي دي.

د یو، اېس، ای، ډي د زدکړې پروګرام د افغانستان په ۱۵ لېرې پرتو سیمو کې د کور درسي خونو په جوړولو او د زدکړې د چټکو پروګرامونو له لارې د زده کړې مهمې سرچینې او فرصتونه برابر کړي دي.

انجیوګانو ته د طالبانو خبرداری

که څه هم د طالبانو حکومت اوس مهال نجونو ته تر شپږم ټولګي پورې د زدکړو اجازه ورکوي، خو سیګار وايي، په اپریل میاشت کې په کندهار او هلمند ولایتونو کې موسسو ته خبر ورکړل شو چې خپل تعلیمي ټولګي وتړي.

نور ولولئ: سیګار وايي، طالبان د بشري مرستو رسونې ادارو کې مداخله کوي

د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر وايي، نادولتي موسسو ته خبرداری ورکړل شوی چې خپلې چارې ځايي ادارو ته وسپاري.

یو، اېس، ای، ډي اوس په دې سیمو کې د خپل روزنیز پروګرامونه چې د زدکوونکو د ملاتړ لپاره پیل شوي وو، نه پلي کوي او د دې بنسټ یوې همکارې ادارې هم د هغو ۲۲۷ نجونو لپاره د زدکړې پروګرام پای ته رسولی چې له دې وړاندې د یواېس ایډ له نورو روزنیزو پروګرامونو فارغې شوې وې.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button