شاه محمد محرابي: د افغانیو د بانکنوټونو نوې کڅوړه به جنورۍ میاشت کې کابل ته ورسېږي
د افغانستان د مرکزي بانک د عالي شورا یو غړی وايي چې نوي چاپ شوي بانکنوټونه د مناسبې تګلارې پر بنسټ به بازار ته داخل شي او دغه بانکنوټونه به د افغانیو پر ارزښت اغېز ونه کړي. د مرکزي بانک غړی شاه محمد محرابي زیاتوي چې د افغانیو بانکنوټونو بله کڅوړه به د ۲۰۲۳ زیږدیز کال په جنورۍ میاشت کې به افغانستان ته ورسېږي.
د افغانستان بانک عالي شورا :
د افغانستان بانک د عالي شورا دا غړی چې د افغانستان د امانتي صندوق غړی هم دی، د مرکزي بانک د عالي شورا په غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی و، هغه وايي چې په دغې غونډه کې، د مرکزي بانک د پولي او فعالیتونو د وضعیت په هکله خبرې اترې شوې دي. د افغانستان بانک د عالي شورا غړی شاه محمد محرابي زیاتوي:«د هغو بانکنوټونو وروستۍ جوپه به چې د پولنډ د پیسو د چاپ د امنیتي شرکت له لورې چاپ شوي،
د ۲۰۲۳ زیږدیز کال په جنورۍ میاشت کې افغانستان ته ورسېږي. د هغه تړون له مخې چې د فرانسې له وبرټور فیډیوشیري» شرکت سره شوی دی، د افغانیو نیمایي بانکنوټونه به د ٢٠٢٣ کال په مې میاشت کې او نیمایي نورې به یې د دغه کال په وروستیو کې افغانستان ته ولېږدول شي
نور یی ولوله | د کابل اوسېدونکي د سبزیو په ځانګړې توګه د پیازو له لوړې بیې شکایت لري
نور یی ولوله | له افغانستان سره د مرستې او تعامل د دوام لپاره د اوسلو ژمنه
د کابل اوسیدونکي:
بل خوا، د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې زړو بانکنوټونو یې ستونزې زیاتې کړې دي. دوی له اسلامي امارته غواړي، چې نوي چاپ شوي بانکنوټونه بازار ته راوباسي. د کابل اوسېدونکی محمد احسان وايي:«پیسې زړې شوې دي خلکو ته یې ډېرې ستونزې زېږولې دي د دې لپاره که چېرې موږ دغه پیسې له پېرودونکو واخلو کله چې بل کس ته یې ورکو هغوی وايي چې دا پیسې نه اخلو.
د کابل بل اوسېدونکی محمد محسن هم څرګندوي:«اسلامي امارت دې زړې پیسې ټولې او نوې پیسې دې ووېشي. دا زموږ لپاره ښه دی. بل خوا د اقتصادي چارو ځيني شنونکي په دې باور دي، چې د تازه چاپ شویو بانکنوټونو رالېږدول د نغدو پیسو د کموالي اوسنۍ ستونزې هوارولای شي. د اقتصادي چارو شنونکي دریا خان بهیر وویل:«د افغانستان په پولي سیسټم کې د نویو بانک نوټونو تزریق او چاپ له اقتصادي پلوه ګټور پرېوځي او کولای شي چې د نغدو پیسو کموالی تر یوه کچې حل کړي..
د اقتصادي چارو شنونکي دریا خان بهیر وویل:«د افغانستان په پولي سیسټم کې د نویو بانک نوټونو تزریق او چاپ له اقتصادي پلوه ګټور پرېوځي او کولای شي چې د نغدو پیسو کموالی تر یوه کچې حل کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریشي هم څرګندوي:«په هغه صورت کې چې مرکزي بانک عرضه او تقاضا ته په پاملرنې سره وکړای شي دغه پیسې په مارکېټ کې د پیسو سیاست د یوه ځانګړي میکانزم پر بنسټ، چې البته د افغانیو د ارزښت په برخه کې ستونزې رامنځته نه شي، عرضه کړي