شنه زرغونه؛ د هیلو رنګینه لیندۍ

په دغه ښایسته ادبي کیسه کې د «شنه زرغونه» تر رنګینې لیندۍ لاندې د یوې پېغلې هیلې، ارمانونه او د جګړې تریخ حقیقت په هنري ژبه انځور شوی دی. ولولئ چې څنګه یوه «شنه زرغونه» د سولې او بدلون خوبونه ویني.
د دې سهار سپېدې له نورو هغو سره ډېر توپیر درلود. اسمان د سپینو وریځو په بخملي څادر پوښل شوی و او د باران نرمو څاڅکو د ونو، بوټو او مرغیو مخونه داسې پریمنځلي وو، چې کائنات لکه یو نوی واده شوی زلمی غوندې ځلېدل. زه په مور پسې له کوټې برنډې ته ووتم. مور مې تل ویل چې په داسې ورښتونو کې «شنه زرغونه» جوړېږي؛ او که دا رنګینه لیندۍ د روژې په پنځلسمه راښکاره شي، نو د پېغلو هر ارمان د اجابت تر درشله رسېږي.

مور مې په داسې حال کې چې د اسمان لور ته یې کتل، په خوږه لهجه وویل: «بچیه! کله چې شنه زرغونه په اسمان کې خپره شي، ملایکې هر کور ته ورځي، د پېغلو هیلې په خپلو ورغوو کې پورته وړي او له پورته څخه د آمین زیری راوړي.» زما ذهن ته زرګونه هیلې راغلې؛ کله به مې غوښتل د کلي تر ټولو ښایسته نجلۍ شم، کله به مې د میمونې غوندې د سرو او زرو جامو ارمان کاوه، خو تر ټولو لویه هیله مې دا وه چې پلار مې له جګړې ژوندی راستون شي او زموږ په کلي کې د توپونو غږ د تل لپاره غلی شي.
مور مې چې زما لېوالتیا ولیده، وویل: «ما ته ښکاري چې شنه زرغونه جوړېږي، ځان دعاوو ته برابره کړه!» ما د خپل پلار د راتګ دعا وکړه، خو مور مې په خفه غږ وویل چې پلار دې جګړې وخوړ؛ اوس یوازې د جګړې د ختمېدو دعا وکړه، چې نورې پېغلې زما غوندې سرتورې او سرکوزې نشي.

په همدې شېبو کې مې د حاجي بابا هغه زړه خبره رایاده شوه چې ویل به یې: «که پېغلې تر «شنه زرغونه» لاندې تېرې شي، په ښایسته بریتورو ځوانانو بدلېږي او که ځوانان دا کار وکړي، ګلالۍ پېغلې ترې جوړېږي.» موږ به هغه وخت په دې خبرو خندل، خو نن مې په زړه کې یو عجیب کیفیت و. کله چې شنه زرغونه په اسمان کې پیکه شوه او باران ودرېد، زه په خونه کې پر بالښت ډډه ولګوله او د خوب او خیال په داسې یوې نړۍ کې ډوبه شوم چې په حقیقت کې مې نه وه لیدلې.
زما په خیال کې هغه وخت زه نور نجلۍ نه وم، بلکې یو جګ بریتور ځوان وم چې په کلي کې مې د سولې او رغونې نوی لمر راخیژولی و. ما په خپل دغه خیال کې د کلي د نجونو ښوونځی بېرته جوړ کړ، د جومات مناره مې د خټګرو په مرسته ودوله، او هغه زړې دښمنۍ مې په دوستۍ بدلې کړې چې کلونه کلونه یې د کلي وینه څښلې وه. ما په خپل دغه خوب کې لیدل چې څنګه یوه شنه زرغونه زما د ژوند مسیر بدل کړی و او زه د یو مېړني ځوان په څېره کې د خلکو په شونډو موسکا خپروم.

خو په دغه خیال کې یو بزګر راته نږدې شو او ویې ویل: «بریتور ځوانه! ستا دا کتابونه، ښوونځي او د خلکو په شونډو موسکا د سیمې ټوپکیان په غوسه کړي دي، په ځان پام کوه!» د دوبي په یوې ګرمې غرمې کې ناڅاپه د ډزو غږونه پورته شول او زه له خپل دغه رنګین خوب څخه راویښه شوم.
کله چې مې سترګې وغړولې، په کلي کې غوغا وه. مور مې او ګاونډیان په بامونو ولاړ وو او ژړل یې. پوه شوم چې د کوم ټوپکي زوی بیا پر یوې بلې پېغلې ډزې کړې وې ترڅو یې په زور خپله کړي. په هغه شېبه مې اسمان ته وکتل، د خوب هغه شنه زرغونه مې په یاد راغله او له ځایه مې یو سوړ اسویلی وایست. ما له خپل ځان سره وویل: «شکر دی چې زه له دغې شنه زرغونه څخه تېره نشوم او په ځوان بدله نشوم؛ ځکه په داسې جګړه ځپلي چاپیریال کې چې یوازې ټوپک او زور واکمني کوي، د یو بااحساسه او مصلح ځوان په څېره کې ژوند کول تر مرګ هم سخت دي.»
اوس یوازې په اسمان کې د هغې پیکه «شنه زرغونه» انځور پاتې و او زما په زړه کې د سولې یو ناتمام ارمان، چې ښايي یو بل سهار به یې ملایکې د اجابت تر درشله ورسوي.



