کورني خبرونه

شنونکي: طالبانو ته د ملت د ګټو پرځای خپلې ګټې مقدمې دي

د سیاسي چارو شنونکي وايي چې طالبانو ته د ملت د ګټو پرځای خپلې ګټې مقدمې دي

د سیاسي چارو ځینې شنونکي وايي چې طالبان له نړیوالو سره له هر هغه تړون یا هوکړې نه په شا کېږي چې ددغه ډلې ګټې تضمینولی شي او واک ته یې خطر نه وي.

د پوهنتون استاد «سید بلال هاشم» (مستعار نوم) افغان ناو ګروپ ته وویل چې طالبان به له نړیوالو سره هېڅکله هغه تعامل ته راضي نه شي چې ددغه ډلې ګټې ورسره په خطر کې لوېږي.

taliban1
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډو تالار

هغه زیاته کړه “طالبانو ته د ملت د ګټو پرځای خپلې ګټې مقدمې دي. که چېرته ددوی رژیم ته خطر پېښېږي او ددوی اوسنۍ ګټې زیانمنې کېږي، نو په هېڅ وجه به له نړیوالو سره تعامل ته حاضر نه شي او نه به په دې برخه کې د ملت او افغانستان ګټې په پام کې ونیسي.”

په دې اړه د طالبانو ښکاره دریځ

هاخوا بیا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې په سیمه ییزو او نړۍوالو ناستو کې به هره هغه پرېکړه، چې د دغې ډلې د ګټو پر خلاف وي، هیڅکله به عملي نه شي.

ښاغلي مجاهد دغه خبرې په داسې حال کې کړې، چې ټاکل شوې نن د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه ترسره شي.

نور ولولئ:  د دوحې په غونډه کې محبوبه سراج وايي، طالبان ښځو ته سپکاوی کوي

نور ولولئ: راتلونکو دوو ورځو کې، ۲۰ هېوادونو په دوحه کې د افغانستان په تړاو ناسته کوي

نور ولولئ: د م.م سر منشي: د دوحې په ناسته کې پر اړینو مسایلو هوکړې وشوې

ذبیح الله مجاهد د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو سره په خبرو کې زیاته کړې، چې دوی د طالبانو په ملاتړ له هرو سیمه ییزو او نړۍوالو غونډو څخه هر کلی کوي.

taliban
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد

له دې سره، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین یادې رسنۍ ته ویلي، چې «د اختلافونو د حل لپاره اړتیا ده چې نړۍ په خپله هره پرېکړه کې د طالبانو نظر هم واخلي.»

د طالبانو په نه موجودیت کې د نړیوالو غونډو دوام

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه به نن د دغه سازمان په مرکزي دفتر کې د تړلو دروازه تر شا جوړه شي.

ویل کیږي، چې په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي د دوحې د ناستې پر پایلو او د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي پر ټاکلو خبرې وکړي.

د طالبانو مخالفو سیاسي او پوځي ځواکونو د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکلو هر کلی کړی؛ خو طالبان بیا د ځانګړي استازي ټاکل حتمي نه ګڼي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو د دوحې وروستۍ ناسته کې هم ګډون ونه کړ، ځکه دوی هڅه کوله چې په دغه نړیواله ناسته کې خپلې غوښتنې مطرح کړي، خو ملګرو ملتونو ورته اجازه ورنه کړه.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button