هنر او ادب

شوپنهاور تند مزاج، انساني طبیعت او جنګ

په دې مقاله کې د شوپنهاور تند مزاج، انساني طبیعت او جنګ تر بحث لاندې نیول شوي

شوپنهاور او انساني طبیعت

شوپنهاور تند شخصيت لرونکی و. نقد يې هم‎ تند او جدي دی.دی د هګل،شيلينګ،او فيخته افکار ترنقد لاندې نيسي.د هېګل په مقابل کې خپل فکري نظام په پښو دروي.هېګل يو عقل ګرا (عقل پالونکی) ده. خو شوپنهاور د هېګل عقل پالنه(عقل ګرايي) تر نقد لاندې نيسي. شوپنهاور عقل ګرا (عقل پالونکی) نه ده،او په هيڅ وجه هم دې ته قائل نه ده چې عالم (جهان) دې يو عقلاني نظام ولري،بلکې دا جهان د يوې ړندې ارادې تر حکم لاندې بولي.نو دی يو اراده پال (اراده ګرا) بللی شو.د شوپنهاور په نظر اراده په عقل باندې مقدمه ده،يعنې لومړی اراده ده بیا عقل دی.دده په نظر د عالم بنسټ په اراده باندې ولاړ ده او دا اراده ړنده ده.د انسان  اصل کار د خپل نوعیت يا نسل حفظ ده، او همدا د پردې شاته موجوده اراده ده چې ،انسان ژوند ته را کاږي.نو د انسان رهبر عقل نه بلکې اراده ده ،نو لکه څنګه چې د انسان رهبر عقل نه، بلکې اراده ده او د في نفسه ارادې په شتون کې فردي اراده ،في نفسه ارادې ته ګرځيدل دي،چې په ټول عالم باندې حاکمه ده.همدا في نفسه اراده د انسان په ارادې باندې تاثير غورځوي او هغه ته وايي چې د څه شي اراده بايد وکړي(د ارادې اړوند توضیح  په راتلونکو لیکونو کې شته).داچې شوپنهاور د انسان رهبر اراده بولي نو د انسان په بارکې هم چندان خوشبينه نه ده، دی وايي چې د انسان نيم پټ طبيعت کرکېجن او وحشي دی.

میشل فوکو او د ليونتوب تاریخ

انسان په اصل کې وحشي دی

دی د انسان په ذات باندې نقد کوي،دده په نظر د انسان نيمه پټ ژور طبيعت کې وحشي حيوان موجود ده،او دا تمدن ده چې له موږ څخه يې دده پټ طبيعت باندې پرده غوړولې ده. شوپنهاور وايي انسان په حقيقت کې وحشي ده، چې موږ يې د رام او مهار په حالت کې پېژنو، او دې حالت ته تمدن وايو. خو کله چې د انسان واقعی طبيعت سره مخامخ کيږو ،جيټکه خورو او ورته ګوته په غاښ پاتې کيږو.کوم وخت کې دانسان له واقعي طبیعت سره مخامخ کېږو؟ کله چې موجود قانون ختم شي يا  هرج او مرج حاکم شي،دغه وحشي حيوان خپل واقعي طبيعت ښکاره کوي. دې ته ضرورت نشته چې د قانون ختمېدو ته انتظار وکړو یا هرج او مرج ته په تمه شو ترڅو ووينو چې په رښتیا همداسې ده کنه یا موږ د یو داسې حالت انتظار وکړو تر څو انسان خپل اصليت پکې نندارې ته وړاندې کړي. نه دې ته ضرورت نشته،له لرغونو زمانو را هيسې بيا تر ننه پورې په زرګونو داسې پېښې واقع شوې چې په هغو کې انسان خپل اصل ښکاره کړی ده،چې همدا نکته زموږ د قناعت لپاره بسنه کوي او موږ دې نتيجې ته رسوي چې انسان په داړلو،لوټلو او وحشت کې له نور داړونکو څخه کم نه دی.

19af33ebe41dc3913dec89461f8425db

د انساني ځانګړنو څخه يوه ځانګړنه دا ده چې په اسانۍ خپل درون ښکاره کوي. له کومې استثنا پرته ټول انسانان په دروني لحاظ د يو ډول بدو اخلاقي صفتونو لرونکي دي. کله کله غټ شخصيتونه د خپلو  دروني خويونو په بروز سره زموږ د تعجب لامل ګرځي او ورته ګوته په غاښ پاتې کیږو چې دا خو غټ شخصیت دی دا څنګه داسې کولی شي یا ده ولې داسې وکړل، ددې کار اصلي لامل د انسان وحشي طبیعت دی.دانسانانو ترمنځ شر مختلفې درجې لري خو هيڅ انسان ترې بې برخې نه دی.

نور ولولئ: عربي ژبه څنګه اسانه زده کړو؟

نور ولولئ: د انسانیت معبد یا تر ځمکې لاندې تر ټولو لوی عبادت ځای پیروان څوک وو؟

نور ولولئ: نړۍ د مولانا محمد جلاالدین بلخي له نظره

بخت وايي کله چې دوه نفره يا دوه ډلې د جنگ په حال کې وينو،زموږ د پام ور ګرځيدو او د ډېر ضروري کار د پرېښودو لامل ګرځي او د جنګ په ننداره باندې مشغولېږو،او بلا خوند ځينې اخلو او پکې انتخاب کو چې کوم يو دې بريالی شي،د انتخاب شوي کس له هر وار سره من من خوند اخلو،او کله چې بېلتون کو نو دا هم د ځان لوی او بر ګڼلو له وجې د زړه سوي او زړه بدي له وجې نه.جنګ يو هغه مورد ده چې موږ پکې خپل حيوانيت  نشو پټولی،داړل زموږ اصل ده،کله چې په خپله وحشت او داړل نشو کولی نو د جنګ ننداره زموږ د تندې د ماتيدو لامل کيږي،د جنګ ننداره په غير مستقيم ډول د خپلې تندې ماتول دي.که د خپلې بريا ډاډ وي په جنګ کې له شموليت به را ونه ګرځو،او له شموليت به لا ډیر خوند واخلو،داچې موږ جنګ نه کوو نو وجه يې داده چې موږ د سرکوب کېدو یا ماتې ويره لرو. خو کله کله مو یو لوری د زړه سوي د را پارېدو لامل ګرځي دا ځکه چې د هغه په سرکوب کې خپل سرکوب وينو او دا د ټولنې،ژوند او تمدن تاثیر دی. موږ په اسانئ جنګ ته غاړه نه ږدو،له جنګه ډارېږو ځکه چې جنګ د ژوند او د ژوند هیلې وژني.

د انسان اصل وحشي دی

شوپنهاور د انسان اصل وحشي بولي. تمدن د انسان د مهار او رام کېدو لامل بولي.انسان په خپلې وحشي طبې باندې اگاه و، ځکه يې تمدن ته پناه را وړې .هو دا تمدن ده چې انسان يې مهار کړی.، انسان له يوازيتوبه ويريده او له یوازیتوبه په تنګ و نو ځکه يې د تمدن غېږې ته پناه راوړه .شوپنهاور هغه چاته هم ځواب ورکړی چې انسان بدبين او  وحشي نه بولي،دی وايي؛ که چیرې‌ یو خوشبینه شخص د روغتون،د جراحی له واټ د زندان او د زندان د شکنجې او د اعدام له ځایه او هغه زندان څخه چې په هغه کې د لوږې له امله خلک وژل کیږي،او د جنګ میدان،که چېرې دا یو یو ور وښایو،آیا بیا به هم خوشبینه پاتې شي؟. نو ځکه خو دی وایي چې خوشبیني د انسان ترخه مسخره ده.‌ ژوند هلته ښکلی ده چې زموږ ليد ترې سطحي وي خو که چيرې ژوند ژور وګورو او پکې انسانان ووينو چې يو بل سره په جنګ او يو بل ته غاښونو تېره کوي او انسان د بل انسان لپاره ليوه دی، نو خوشبيني به له يو شاعرانه او دروغجن خيال پرته نور څه نه وي.

3

شوپنهاور وايي؛که په کلي توګه يوازې د ژوند مطرحې برخي په نظر کې ونیسو ،زموږ د ټولو ژوند يوه تراژیدي ده ؛خو که چیرې د ژوند جز جز ، ګام په ګام وڅيړو نو يو کُمډي صورت اختیاروي…

دی وايي:دولت د انسان د بې عدالتي او ستم ګري نښه ده که انسان بې عدالته نه وی اصلاً دولت ته ضرورت نه وه.شوپهناور د انسان په هکله دومره بدبينانه ليد لرلو چې ويل‎ کيږي د خپلو ويښتو د اصلاح لپاره به سلماني ته هم نه تلو او ويل به يې چې په سلمان څه باور پکار دی،کيدای شي په چاړه مې مرئ را غوڅه کړي.ممکن دا کيسه ډېره رښتيا نه وي او يا خو زه نه يم ورسره مخامخ…

په دې لیک مې له لاندې کتابونو او ځینو ساېټونو کار اخیستی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button