سپورټد سپورټ تازه خبرونه – کرکټ، فوټبال او نړیوال سیالۍ

شپږیزه لیګ؛ آمو نهنګانو د یوولسم پړاو لومړۍ لوبه په بریا پیل کړه

د افغانستان تر ټولو ستر کورنی کرکټ سیالیو، شپږیزه لیګ، یوولسم پړاو د چهارشنبې په ورځ په خوست ولایت کې پیل شو. د سیالیو په لومړۍ لوبه کې دفاعي اتلې آمو نهنګانو بندامیر ښامارانو ته په اته ویکټو ماتې ورکړه او د اتلولۍ د دفاع لړۍ یې په بریا پیل کړه.

دا لومړی ځل دی چې شپږیزه لیګ د خوست په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. د سیالیو د پرانیستې مراسمو کې د افغانستان کرکټ بورډ چارواکو، پخوانیو او اوسنیو لوبغاړو او ګڼ شمېر مینه‌والو ګډون کړی و.

بندامیر ښامارانو ۱۳۳ منډې هدف وټاکه

آمو نهنګانو د پچې له ګټلو وروسته لومړی بندامیر ښامارانو ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

بندامیر ښامارانو د خپل لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي په مشرۍ په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په زیان ۱۳۳ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۳۴ منډو هدف وټاکه.

د بندامیر لپاره صدیق‌الله اتل د ۴۲ او حشمت‌الله شهیدي د ۳۶ منډو په جوړولو تر ټولو بریالي توپوهونکي وو.

په توپ اچونه کې د آمو نهنګانو لوبډلمشر ګلبدین نایب او قیس احمد هر یوه درې ـ درې ویکټې ترلاسه کړې او د بندامیر د لویې منډې جوړونې مخه یې ونیوله.

عمران میر د آمو نهنګانو د بریا اتل شو

آمو نهنګانو ټاکل شوی هدف یوازې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د شپږیزه لیګ لومړۍ لوبه یې په ډاډمنه بریا پای ته ورسوله.

دا هم ولولئ:  ویرات کوهلي له ۲۰۱۹ کال راهیسې په توپ وهنه کې له میچل سټارک هم خراب اوسط لري

د آمو لپاره عمران میر د ۷۸ منډو په زړه پورې او ناسوځېدلې لوبې د بریا مهم رول ولوباوه او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.

د کرکټ شنونکي باور لري چې د دفاعي اتلې لوبډلې دغه بریا ښيي، آمو نهنګان سږ کال هم د اتلولۍ له جدي مدعیانو څخه دي.

پنځه لوبډلې د شپږیزه لیګ د اتلولۍ لپاره سیالي کوي

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د شپږیزه لیګ په یوولسم پړاو کې پنځه لوبډلې ګډون لري او ټولې به د اتلولۍ لپاره سیالي وکړي.

کرکټ بورډ ویلي چې د سیالیو لپاره په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې بشپړ چمتووالی نیول شوی او د لوبغاړو ترڅنګ د نندارچیانو لپاره هم لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

تمه کېږي د شپږیزه لیګ سږنی پړاو د پیاوړو سیالیو، ځوانو استعدادونو او د افغانستان د کورني کرکټ د لا ودې لپاره مهم فرصت ثابت شي.

رحیم سادات

رحیم سادات یو د کلتور او سپورټس کالم‌نویس دی چې د افغان میراث، دودیزو هنرونو او ملي ورزشي پیښو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د افغانستان د کلتوري ویاړ، ورزشي لاسته‌راوړنو او ملي یووالي څرګندونه کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button