نړیوال خبرونه

طالبان؛ دوه نیم زره هکټاره ځمکه یې د کوکنارو له کروندو پاکه کړې

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې د نشه یې توکو د کر کیلې مخنیوي اړوند د خپل مشر د فرمان د پلي کولو په موخه یې تر دې دمه څه باندي ۲۵۰۰ هکټاره ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده

د چارواکو په خبره یو شمېر کسانو په دې ګومان چې ګواکې حکومت به خپله پرېکړه بدله کړي چې بیا ځل کوکنار کرلي خو کروندګر بیا وایي، د مجبورۍ او د بیو د لوړېدو له کبله ځینو کسانو دغه بوټی کرلی و.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د تېر کال په اپریل کې د یوه فرمان په ترڅ کې د کوکنارو کښت منع اعلان کړ چې په داسې حال کې چې په هغه کال کې د کوکنارو د کروندو حاصلات له دې فرمان څخه مستثنا بلل شوي و.

نور ولولئ: کروندګر: طالبانو له بديل کښت پرته زموږ د کوکنارو کښتونه ويجاړ کړي دي

د طالبانو د حکومت امنیتي کسانو لپاره سږکال د ازمېښت وخت دی چې د خپل مشر کړې ژمنه چې نور به په افغانستان کې نشه یې توکي نه کرل کېږي په عمل کې پلي کړي.

هغه تصویرونه چې د طالبانو د حکومت د نشه یې توکو پر وړاندي د مبارزې ادارې له رسنيو سره شریک کړي، ښيي چې د طالبانو امنیتي کسان د کوکنارو کروندې چې فصل ته رسېدلې په لرګیو ماتوي.

ویل کېږي، یو شمېر کسانو د کوکنارو کر کیله د طالبانو له سترګو پناه د لویو کلاګانو او باغونو منځ کې کړې

د هلمند د ګرمسیر اوسیدونکی حضرت ولي ناصري چې کلونه کېږي پر خپلو ځمکو کوکنار کري وایي چې سږکال یې ځکه دغه بوټی نه دی کرلی او پر ځای یې غنم کرلي چې پوهیده د طالبانو د حکومت له خوا به یې کروندې ویجاړې او ان د خوړو څه به هم و نه مومي.

ناصري وایې هغو کسانو چې د باغونو او کلاګانو منځ کې په پټه کوکنار کرلي و، طالبان ورغلل او له یوه مخه یې ور مات کړل. دی زیاتوي: ”خلک مجبور او پوره وړي دي چې پور ورکونکو له دوی څخه د پیسو غوښتنه کوله، ددې ستونزي د هوارۍ یوازینۍ حل لاره د کوکنارو کښت و، ځکه اوس د څلور کیلو تریاکو بیه درې سوه زره پاکستانۍ کلدارو ته رسېدلې. ”

نور ولولئ: طالبان:د کوکنارو کښت باید بدل شي

ثور – غویی د پسرلي دویمه میاشت د افغانستان په سویلي ولایتونو کي د تریاکو د راټولولو یا نېښ وهلو موسم وي. تېرو کلونو کې به له بېلا بېلو ولایتونو په لسګونو موټرونو کې ګڼ سپاره کارګر هره ورځ له امنيتي پوستو له تېریدو وروسته د کوکنارو کروندو ته ځانونه رسېدل.

د نېښ وهلو موده شاوخوا یوه میاشت ده چې د ګڼو بې روزګارو کسانو لپاره د عاید ښه سرچینه بلل کېږي

تېر کال د نشه یې توکو پر کرکیله له بندیز نه مخکي د څلور کیلو تریاکو بیه شاوخوا ۲۰۰ امریکایې ډالره وه، خو اوس ویل کېږي، دغه بیه څه باندي ۱۲ سوه امریکایي ډالرو ته ختلې ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button